د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

پوهنې وزارت د پوهنې د کیفیت د لوړولو او پراختیا لپاره ۵ هوکړه‌لیکه لاسلیک کړل


ارشیف، په هلمند کې د نجونو د یوه ښوونځي انځور
ارشیف، په هلمند کې د نجونو د یوه ښوونځي انځور

د افغانستان د پوهنې وزارت په هېواد کې د پوهنې د کیفیت د لوړولو او پراختیا په هدف د چهارشنبې په ورځ په کابل کې له ۵ کورنیو او بهرنیو موسسو سره پنځه تفاهمنامې لاسلیک کړې.

د سیمه ییزو تعلیماتو د ټولګیو جوړول، اضطراري تعلیمات، د ښوونځیو بیارغونه، د ښوونځیو ملاتړ، د سواد د زده کړې کورسونه، په سیمه ییزو ټولګیو کې د انګلیسي او درې ژبو تدریس او د کمپیوټر د زده کړې کورسونه هغه تعلیمي پروژې دي چې تفاهمنامې یې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د پوهنې د وزارت او د ۵ کورنیو او بهرنیو موسسو ترمنځ لاسلیک شوې.

د پوهنې د وزارت ویاندې نوریې نزهت ازادي راډیو ته وویل، دغه تعلیمي پروژې د دغه وزارت د ستراتیژیک پلان یوه برخه او اکثره به د هېواد په ولایتونو کې پلې شي.

ارشیف، د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ
ارشیف، د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ

دې زیاته کړه:

"د همکارۍ ۵ تفاهمنامې مو له ۵ کورنیو او بهرنیو موسسو سره د ۶۴.۴ میلیونو ډالرو په ارزښت لاسلیک کړې، کارونه به يې په عملي توګه پیل شي او ۳۵۰۰۰ ماشومان به په کې شامل شي."

اغلې نزهت وویل، دغه تفاهمنامې د اغاخان د نړیوال بنسټ له اړوندو موسسو، د ماشومانو د ملاتړ ادارې او افغان اید له موسسې سره لاسلیک شوې.

د دې په خبره، د د غو تعلیمې پروژو لپاره به ۵۰ ښوونکي استخدام او ترڅنګ به یې په ځینو کې ولایتونو کې د تېرو کلونو د قراردادي ښوونکو پاتې تنخواګانې هم ورکړل شي.

نوریې نزهت وویل، د دغو پروژو لګښت (یو. اېس. ای. ډي) یا د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په غاړه اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېری خلک په هېواد کې د ښوونځیو او ښوونکو له کموالي او د زده کړو له کیفیته شکایت کوي.

د افغانستان د پوهنې استادان دغه اقدام ستايي، خو د پروژو په جدي څارنه او شفافیت یې ټنیګار کوي.

د دغو استادانو له ډلې عبدالرزاق دوست ازادي راډیو ته وویل:

"دا چې د محرومو کسانو لپاره ټولګي جوړېږي او د سواد د زده کړې کورسونه رامنځته کېږي، دا د متوازنې پوهنې لپاره یو بنسټ دی او د افغانستان هر وګړی به ورته لبیک ووايي، خو له بده مرغه په افغانستان کې فساد اوج ته رسېدلی، که دغه پروژې په رښتیني توګه وڅارل شي او پیسې یې حیف او میل نه شي، دا به د ټولنې په ګټه وي."

ښاغلی دوست وايي، د پوهنې پراختیا په هېواد کې د سولې، پراختیا او پرمختګ مهم اصل دی او حکومت او په تېره د پوهنې وزارت ته په کار ده چې دغه اصل ته ډېر پام وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG