د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

ځينو سیاسي ګوندونو د افغانستان ژغورنې په نوم د ائتلاف موجودیت اعلان کړ


ځينو سیاسي ګوندونو د افغانستان ژغورنې په نامه د ائتلاف موجودیت اعلان کړ

د افغانستان ژغورنې د سیاسي ګوندونو په نامه ائتلاف خپل موجودیت اعلان کړ.

په افغانستان کې په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست لپاره د تیاریو لړۍ زور اخيستی دی، نو بېلابېلې سیاسي ډلې هم هڅه کوي چې د ائتلافونو په جوړولو سره په سیاسي ډګر کې خپل حضور پیاوړی کړي.

د سیاسي ګوندونو ترمنځ د ائتلافونو د جوړولو په دوام د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ژغورنې په نوم یو ني ائتلاف داسې مهال خپل موجودیت اعلان کړ چې له روانو ستونزو سره یې د چلند په برخه کې پر موجوده حکومت سخت انتقادونه وکړل.

د دغه ائتلاف غړي وایي چې له موجوده بحرانه د افغانستان ایستل د دغه نوي ائتلاف یو اساسي هدف دی.

د دغه نوي ائتلاف مرستیال خواجه محمد صدیقي د ائتلاف نورو اهدافو ته په اشارې په خپلو خبرو کې وویل:

"مونږ او تاسې سره ژمنه وشوه چې فساد به له منځه ولاړ شي، خو فساد خپل اوج ته رسېدلی، قانون نه تطبیقېږي، غریب او مظلوم خلک زندان ته ځي، خو قاتل بیا له زندانه خوشې کېږي، له تاسې زمونږ هيله دا ده چې نور راویښ شئ او سره یو موټی شئ."

د افغانستان د ژغورنې د سیاسي ګوندونو په نوم ائتلاف کې ۱۵ سیاسي ګوندونه غړیتوب لري.

د افغانستان ژغورنې د سیاسي ګوندونو ائتلاف په داسې حال کې خپل موجودیت اعلانوي چې تر دې وړاندې ځینو نورو سیاسي ګوندونو هم خپل موجودیت اعلان کړی دی.

خو د چارو کتونکي بیا وايي، ډېری دغه سیاسي ګوندونه د ولسمشریزو انتخاباتو په رانېږدې کېدو ځکه د موجودیت اعلان کوي چې شخصي ګټې خوندي شي.

د افغانستان د ژغورنې ائتلاف، د افغانستان لوی ملي ائتلاف او ځینو نورو سیاسي جریانونو هم په وروستیو کې د رامنځته کېدو او فعالیت اعلان کړی دی.

له دې ټولو سره سره د افغانستان د سولې او ملي پيوند ګوند مشر شاه محمود پوپل بیا وايي، پر یوه ټغر د اغېزمنو شخصیتونو له راټولېدو پرته په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل ممکن نه دي.

نوموړي وویل، اړتیا ده چې افغانان د سولې لپاره سره یوموټی شي.

دی زیاتوي:

"له یووالي پرته مونږ نه شو کولای چې خپلو اهدافو ته ورسېږو، ټول باید سره یو موټی شو، کنه نا ممکنه ده چې وضعيت ته بدلون ورکړو، همدارنګه د سولې هڅې تر هغه نتیجه نه لري چې افغانان پکې دخیل نه وي، اوسنۍ شورا یوازې په نوم جوړه شوې او د خلکو په سترګو کې خاوري اچوي."

دوی په دغه ناسته کې همدارنګه وویل، که سیاسي شخصیتونه او جریانونه له ځنډ پرته د جګړې د پای ته رسېدو لپاره لاس په کار نه شي، حالات به تر دې هم ترینګلي شي چې بیا به رامنځته شوي پرمختګونه هم له ننګونو سره مخ کېږي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان له ډلې یې کبیر رنجبر وايي، په ولسواکو ټولنو کې د ائتلافونو رامنځته کول یوه طبیعي خبره ده چې ځیني یې له جوړېدو وروسته ژر له ‎منځه ځي.

که څه هم د یادو ائتلافونو او سیاسي جریانونو د رامنځته کېدو هدف له کړکېچه د افغانستان وتل او د ملي ګټو خوندیتوب په ګوته کوي، خو باور دا دی چې دغه ائتلافونه تر ملي ګټو خپلو ګټو ته ډېره ترجیح ورکوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG