د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

کرکټ بورډ: په ځينو ولایتونو کې به د کرکټ دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شي


ارشیف، په کابل کې د الکوزي د کرکټ لوبغالی
ارشیف، په کابل کې د الکوزي د کرکټ لوبغالی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې درې ورځې وروسته به په کونړ، ننګرهار، کندهار او یو شمېر نور ولایتونو کې د کرکټ دوه ورځنۍ لوبې پيل شي.

په دغه بورډ کې د لوبو د پرمختګ مسؤل جار عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ به شااوخوا دوه اوونۍ دوام وکړي.

د ښاغلي عبدالرحیمزي په خبره، دغه سیالۍ به د شااوخوا ۵۰ ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ ترسره شي او په پنځو زونونو کې به د کرکټ د ۱۲ کلنو او ۱۵ کلونو دوه ټیمونه ورنه جوړ شي.

XS
SM
MD
LG