د اریانا هوايي شرکت د هوایي چلند د ارزونې او درجه بندۍ د وېبپاڼې د راپور په غبرګون کې وايي چې د دغه شرکت الوتنې خوندي دي.
د اریانا هوايي شرکت د هوايي چلند د ارزونې او درجه بندۍ د وېبپاڼې (Airline rating) هغه راپور ناسم بولي چې پهکې د اریانا هوايي شرکت الوتنې ناخوندي او اسانتیاوې يې تر ټولو ټيټې بلل شوې دي.
د دغه شرکت اجرائیوي رئیس منیر الیاد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» ازادي راډیو ته وویل چې يادې وېبپاڼې دا نهدي مشخص کړي چې د هوايي کرښو درجه بندي د کوم معتبر بنسټ لهخوا ارزول شوې او هوايي شرکتونه د کومو معیارونو له مخې درجه بندي شوي دي.
ښاغلی الیاد وايي، اریانا په سیمه کې تر ټولو خوندي الوتنې لري او ټولې طیارې یې له الوتنو وړاندې په دقیق ډول ارزول کېږي.
ده زیاته کړه:
"اریانا په خپل ۶۵ کلن تاریخ کې هېڅکله له داسې شېبې سره نهدی مخ شوی چې پهکې ناست خلک او طیاره دې لهمنځه تللې وي، هغه هوايي شرکتونه چې هر کال يا څو کلونو کې هوايي سانحې لري، هغوی يې په پورته درجو کې راوستي، زه نهپوهېږم چې د الوتنو د خونديتوب لپاره د دوی معیارونه څه دي؟ اریانا د طیارو يو تکړه هنګر لري چې طیارې په منظم ډول ګوري او ارزوي یې."
اریانا په افغانستان کې لومړنی هوايي شرکت دی چې ۶۵ کاله مخکې تأسیس شوی دی.
دغه شرکت اوسمهال يو ایر بس او دوه بوینګ طیارې لري چې د مسؤلینو په خبره، هره اوونۍ ۲۷ پروازونه کوي.
د دغه شرکت اجرائیوي رئیس وایي، د دغه شرکت الوتنې په ۷ خارجي او درېیو داخلي سکټورونو کې تنظیم شوي دي چې هره میاشت له ۲۵ زرو تر ۳۰ زرو پورې مسافرین لېږدوي.
دا په داسې حال کې ده چې د هوايي چلند د ارزونې او درجه بندۍ وېبپاڼې په خپل کلني راپور کې د افغانستان اریانا او کام ایر هوايي شرکتونه د ناخوندي هوايي شرکتونو په قطار کې رواستي دي.
د کام ایر هوايي شرکت د دغه راپور په اړه تر دې مهاله کوم غبرګون نهدی ښودلی.
د هوايي کرښو د ارزونې او درجه بندۍ وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د اسټرالیا د کوانټس هوايي شرکت د نړۍ د ۲۰ غوره شرکتونو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی دی.
دوی د ۴۰۵ شرکتونو د الوتکو د تخنیکي پېښو، کیفیت، خدمات او نورې ځانګړتیاوې ارزولي او د دغو معیارونو پر بنسټيې ۲۰ خوندي او ۱۰ ناخوندي هوايي شرکتونه ډلبنډي کړي دي.
د خوندي هوايي کرښو لپاره ۱۲ معیارونه ټاکل شوي وو چې له مخې یې د نیوزیلنډ هوایي چلند اداره، امریکن ایرلاینز، اسټرین ایرلاینز، برټش ایرلاینز، امارات، سنګاپور، قطر او یونایټډ ایرلاینز د خوندي هوايي شرکتونو او کرښو په توګه پېژندل شوي دي.
خو د اریانا هوايي شرکت، بلووینګ، کام ایر او تریګانا بیا د ناخوندي هوايي کرښو او شرکتونو په توګه معرفي شوي دي.
بلخوا د افغانستان د ملکي هوا نوردۍ ادارې د هوايي چلند د ارزونې او درجه بندۍ د وېبپاڼې دا راپور ناسم او بېبنسټه بللی دی.
دغې ادارې په يوه اعلامیه کې ویلي چې دوی د د ډاډمنو او خوندي الوتنو په هدف په ټولو هوايي شرکتونو نړیوال معیارونه عملي کړي او هغه شرکتونه چې دغه معیارونهیې نهشول پوره کولای، فعالیتونهیې ځنډولي دي.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې د اریانا هوايي شرکت تېر کال وتوانېد چې دغه بهیر بشپړ او د ملي هوا نوردۍ له ادارې خپل تصدیق ترلاسه کړي.
د ملکي هوا نوردۍ ادارې دا شان ویلي چې د اریانا شرکت اوسمهال د نوي تصدیق په بهیر کې دی او دواړه فعال هوايي شرکتونه مکلف دي چې د (IOSA) تصدیقونه هم ترلاسه کړي.
راپور: محمد واصل وصال