د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

د اداري اصلاحاتو کمېسیون د پوهنې وزارت ټولو چارو ته معیاري سیستمونه جوړوي


ارشیف، د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون رئیس نادر نادري
ارشیف، د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون رئیس نادر نادري

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون غواړي د پوهنې د وزارت اړوندو ټولو چارو او فعالیتونو ته معیاري سیستمونه جوړ کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د بشري قوې اړوند مسایل، تشکیلات، د استخدام پروسه، د ازادو سیالیو له لارې د ښوونکو او کارکوونکو ګمارنه، د بودجې د لګښت ځانګړتیاوې، د تنخواګانو د ورکړې د شفاف سیستم جوړول او داسې نور، د پوهنې د وزارت هغه کاري برخې دي چې د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون غواړي ټولې ورته په یوه شفاف او پرمختللي سیستم کې شاملې کړي.

په دې مقصد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» په کابل کې د دواړو ارګانونو د مسؤلینو ترمنځ یوه هوکړه لاسلیک شوه.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون رئیس نادر نادري وویل، په افغانستان کې له وروستیو څو کلونو راهیسي د ښې او شفافې حکومتوالۍ د رامنځته کېدو په هدف، دغه پروګرام پیل شوی او پرېکړه وشوه چې د پوهنې په وزارت کې هم پلی شي.

ده وویل:

"د افغانستان د پراختیا لپاره دې ته اړتیا ده چې د دولت ټولې برخې په همغږۍ سره عمل وکړي، دغه کمېسیون او وزارت له دې امله توپیر نه‌لري چې دواړه د یو پرمختللي افغانستان لپاره کار کوي، موږ د جوړښت له مخې بېل یوو، خو هدف مو یو دی او په خپلو عملي کارونو کې به‌یې تمثیل کړو."

ښاغلي نادري دا هم وویل، دغه سیستم به تر یوه کاله پورې بشپړ او په پلي کېدو به‌یې د پوهنې وزارت د ښې او شفافې حکومتوالۍ یوه برخه وګرځي.

ده دا هم وویل، هغه اندېښنې به هم ورکې کړي چې ګواکې د پوهنې په وزارت کې خیالي ښوونکي موجود دي.

د ده په خبره، د ښوونکو له استخدام سره سم به دوی ته ډېټابېس جوړ او ښوونکي به د بایو مټریک شوي کارډ په ذریعه یا له بانک او یا د موبایل مني د سیستم له لارې خپل حقوق ترلاسه کوي.

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي د تفاهم لیک د لاسلیک کېدو پر مهال هیله وښوده چې د دغه کمېسیون په مرسته د وزارت راتلونکي پلانونه هم په ښه توګه ترتیب او پلي شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ
د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ

نوموړي وویل:

"موږ د احصائیې له مرکزي ادارې سره هم یو هوکړه لیک لرو چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون به هم له موږ سره مرسته وکړي، په ټول هېواد کې به د ښوونکو او زده کوونکو سروې پیل کړو، د سروې په نتیجه کې به کره شمېرې تر لاسه شي او وبه کړای شو چې له مخې یې راتلونکي تصامیم ونیسو."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د شفافیت د څار او له اداري فساد سره د مبارزې ځینو بنسټونو د پوهنې د وزارت چارې غیر شفافې ارزولي او په دغه وزارت کې یې د فساد شتون په ګوته کړی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG