د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۴۱

غریبۍ په یوې تشې پلاستیکي کڅوړې پسې درې وروڼه مړه کړل!


فضل احمد دوه کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره له اندړ ولسوالۍ غزني ښار ته راکډه شو، تر څو خپل پنځه زامن، لور، ځان او مېرمن د جګړې له اوره وژغوري، خو نه‌و خبر چې اوبه به‌یې یوسي.

د تېرې دوشنبې په ورځ‌یې درې زامن په داسې حال کې په اوبو کې ډوب او مړه شول چې د ښار د ناپاکو اوبو پر سر د پلاستیک کڅوړه راونیسي، کور ته‌یې یوسي او په دغه یخ ژمي کې ورباندې خونه توده کړي.

نور حال د ازادي راډيو د خبریال حبیب‌الرحمن تأثیر په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:40 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG