د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

د والیبال د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې غزني لوبډلې خوست ته ماته ورکړه

په کابل کې د والیبال د ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو یو انځور
په کابل کې د والیبال د ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو یو انځور

په کابل کې د والیبال د ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې غزني لوبډلې خوست ته ماته ورکړه.

د افغانستان د والیبال فدراسیون مرستیال محمد يوسف صادق نن ازادي راډیو ته وویل، په دغه لوبه کې د غزني ولایت د والیبال لوبډلې ۳ د ۱ په وړاندې د خوست ولایت د والیبال لوبډلې ته ماته ورکړه.

د ښاغلي صادق په خبره، د والیبال د ملي لوبډلې په اتم پړاو ټاکنیزو سیالیو کې له ۱۴ ولایتونو ۲۰ لوبډلو ګډون کړی دی.

دغه سیالۍ چې د جدي د میاشتې له ۱۵مې په کابل کې پیل شوي، د همدې میاشتې تر ۲۵مې به دوام کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG