د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

برښنا شرکت: په کابل کې د برښنا د پرچاوۍ لامل د نفوسو زیاتوالی دی


د افغانستان د برښنا شرکت رئیس امان‌الله غالب
د افغانستان د برښنا شرکت رئیس امان‌الله غالب

د افغانستان برښنا شرکت د برښنا د لاینونو او پایو پر وړاندې امنیت یوه ستره ستونزه یادوي او وايي، له حکومته غواړي چې د دغې ستونزې په مهارولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د افغانستان برښنا شرکت د برښنا د کمښت له کبله له انتقادونو سره مخ دی، خو دا شرکت وايي چې ستونزه په دوی کې نه‌شته، بلکې یوازې سږ کال په کابل کې ۳۰ زره نویو پېرېدونکو ته برښنا رسول شوې ده.

د دغه شرکت رئیس امان‌الله غالب چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» د افغانستان برښنا شرکت د راتلونکو کارونو په اړه یوې خبري غونډې ته معلومات ورکول، په کابل کې د وروستیو پرچاویو په اړه د خبریالانو له پوښتنو سره مخ شو.

ښاغلي غالب د دغو پوښتنو په ځواب کې وویل، د دولت د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا لاینونو پرې کولو او پایو ړنګولو دا شرکت له ستونزو سره مخ کړی دی، خو په خبره‌یې چې د هواري لپاره‌یې هڅې روانې دي.

دی وایي:

"برښنا شرکت یوازې د کابل د برق مسؤلیت نه‌لري، ټول افغانستان زموږ مسؤلیت دی او اصلي هدف مو په کمه بیه او په مطمئن او پایښتي ډول د برښنا رسول دي او تظمین ورکوو چې برښنا شرکت دا وړتیا لري چې په تېره کې چې به لین پرې شو، بېرته به جوړ شو، دا د برښنا تخنیکي ټیم دی چې سیمې ته ځي او جوړوي یې، اوس امنیتي ستونزه زموږ د کار په وړاندې لوی خڼد دی چې باید ورته پاملرنه شي."

په ښار کې د اوسېدونکو ډېر شمېر بله هغه ستونزه ده چې د برښنا شرکت د رئیس په وینا، د کابل د برښنا د کمېدو لامل ګرځېدلې.

د هغې طرحې له مخې چې په تېرو کلونو کې د کابل لپاره جوړه شوې وه، یوازې د ۴۰۰ پېرېدونکو اړتیا په نظر کې نیول شوې وه.

له لمریزې برښنا څخه استفاده، په نغلو بند کې د نورو توربینونو نصبول او دغه‌شان له وارداتي برښنا ګټه اخیستنه د کابل د روښانه ساتلو لپاره د دغه شرکت نور پروګرامونه دي.

د افغانستان برښنا شرکت چې د سې شنبې په ورځ‌یې د برښنا په تړاو د ستونزو د هواري په هدف په کابل کې د ولایتونو د مرستیالانو په کچه یوه غونډه رابللې وه، وايي چې تر دې وروسته به د برښنا د رسولو په برخه کې د لومړیتوبونو په اړه خپله سیمه‌ییز چارواکي پرېکړه کوي او خپله بیا ځواب هم وايي.

دغه‌شان دغه شرکت وايي چې تر ۲۰۲۳ ميلادي کال پورې د برښنا رسولو له ملي شبکې سره د ټولو ولایتونو نښلول‌یې بل پروګرام دی چې په روان کال کې به لوګر، پکتیا، خوست، غرني، ننګرهار او کاپیسا ولایتونه له دغې شبکې سره ونښلول شي.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوه ورځ مخکې ازادي راډیو ته ویلي چې دوی د برښنا رسولو په شمول له ټولو پراختيايي پروژو ملاتړ کوي او د برښنا لینونه هم دوی نه‌دي پرې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال تیمور راشان یادې غونډې ته په خبرو کې د برښنا شرکت له دې اقدامه ملاتړ وکړ.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال تیمور راشان
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال تیمور راشان

​نوموړي وویل:

"د لویو ملي پروژو د پلي کولو په برخه کې د همغږۍ ملي مېکانیزم جوړ شوی دی چې بنسټ‌یې د افغانستان برښنا شرکت او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ایښی، دا دې ته زمینه برابروي چې ټولنیز عدالت ښه تطبیق کړو او ټول د پلان ګذارۍ په ملي پروژو کې شریک شي، مثلاً دا چې په کابل کې کومې سیمې ته او څه وخت برښنا ورسول شي."

د افغانستان برښنا شرکت وايي، اړتیا ده چې په دې برخه کې سیمه‌ییز چارواکي، خلک او مرکزي دولت د دغې ستونزې په هواري کې له دوی سره مرسته وکړي.

د دغې غونډې په پای کې برښنا شرکت څلور هوکړه لیکونه له یو شمېر مخابراتي شرکتونو او له افغانستان بانک سره لاسلیک کړل چې بر بنسټ به‌یې د برښنا د بلونو په تحویلولو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

XS
SM
MD
LG