د افغانستان مشرانو جرګې په کابل کې په وسلهوالو غلاوو، انسان تښتونو او ورانکارو فعالیتونو کې د ښکېلو کسانو د نيولو او مجازاتو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت باید د فېسبوکي شعارونو پر ځای، د انسان تښتوونکو د نیولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
فضلهادي مسلمیار د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» په ناسته کې د سناتورانو تر بحث وروسته وویل، د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته د دغو کسانو بشپړ شهرت معلوم دی او باید ژر تر ژرهیې د نیولو عملي اقدامات وکړي.
ده زیاته کړه:
"کورنیو چارو وزارت د دې پر ځای چې د دغو انسان تښتوونکو او غلو نومونه په فېسبوکونو خپاره کړي، دوی تهیې نوم، ځای او هر څه معلوم دي او باید ویې نیسي او قانوني اقدام وکړي، راځئ له شعاره تېر شو، عمل ته باید راشو، دا کسان ولس نهشي نیولی، له افشا کولو یې هرکلی کوو، خو کورنیو چارو وزارت باید د نیولو اقدام هم وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت په دې وروسیتو کې د شااوخوا ۲۰۰ داسې کسانو نومونه خپاره کړل چې د دوی په وینا، په کابل کې په وسلهوالو غلاوو، انسان تښتونو او ورانکارو فعالیتونو کې ښکېل دي.
یاد وزارت ویلي، دا کار يې د دې لپاره کړی چې خلک له دوی سره د غلو په نیولو کې مرسته وکړي.
د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د مشرانو جرګې ډېرو غړو بیا د کورنیو چارو د وزارت دغه ګام وستایه.
خو لکه د محمد حسن هوتک په څېر ځيني نور سناتوران له انتقاد سره د زورواکو او غلو پر وړاندې اقدامات نمایشي ګڼي او وايي چې په تېر کې ډېر ځلې له لنډې مودې وروسته بېرته مجرمین خوشې شوي دي.
نوموړي له کورنیو چارو وزارته وغوښتل چې دا اقدام باید د شعار بڼه ونهلري.
ده وویل:
"د کورنیو چارو وزارت دا کار موږ ستایو، دا د کورنیو چارو د وزیر زړورتیا ده، خو په دې شرط سره چې دا د شعار په بڼه نهوي، عملي یې کړي، موږ ولیدل چې تېرو وختونو کې همداسې نيمه دولتي چارواکي چې په جرایمو کې یې لاس درلود ونیول شول، خو له لنډې مودې وروسته د دولتي چارواکو په وسيله بېرته خوشې شول."
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، کورنیو چارو وزارت په دې هڅه کې دی چې یاد کسان ونیسي او قانوني چلند ورسره وشي.
نوموړي وویل، تر دې دمه اووه کسان د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د غلو او د عامه نظم د ګډوډوونکو پر وړاندې د دغه ګام تر څنګ په نږدې راتلونکي کې د نيمه دولتي زورواکو لېست هم اعلانوي، تر څو امنیت ته اساسي کار شوی وي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د هغو زورواکو پر وړاندې به قانوني اقدامات وکړي چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه عامه نظم اخلالوي.
د مجرمینو او نیمه دولتي زورواکو پر وړاندې د کورنیو چارو وزارت دا ګام له هغې وروسته اخیستل شوی چې دغه وزارت ته ورپېژندل شوي نوي وزیر امرالله صالح لومړی د پولیسو په ليکو کې د جدي اصلاحاتو په اړه پولیسو ته لارښوونې ورکړې.
په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر وايي، افغانان د همداسې بېپرې اقداماتو تږي دي.
نوموړي وویل، قانون باید په ټولو خلکو یو شان تطبیق شي او حکومت باید د شعار پر ځای عملي اقدامات وکړي.
راپور: ناجیه ساپۍ