د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د امریکا او هند مشران پر سوداګرۍ او په افغانستان کې پر همکارۍ وغږېدل


آرشیف، ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند له صدراعظم سره په واشنګټن کې
آرشیف، ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند له صدراعظم سره په واشنګټن کې

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ د هند صدراعظم نرېندرا مودي ته ټيلیفون وکړ او له هغه سره‌یې د هند او امریکا په سوداګرۍ کې د کسر پر کمېدو او په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.

دواړو مشرانو موافقه وکړه چې هند او امریکا به په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په خپل منځ کې ستراتېژیک مشارکت زیات کړي.

دغه‌راز ټرمپ او مودي پر دې هم خبرې وکړې چې په څه ډول کېدای شي له هند سره د امریکا د سوداګرۍ کسر کم کړي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې تېر کال وروسته له هغې چې ټرمپ د امریکا د سوداګرۍ د کسر د کمولو او د امریکا په تولیدي فابریکو کې د شغلونو د زیاتولو په نیت پر فولادو او المونیمو ګمرکي تعرفې په سلو کې ۵۰ زیاتې کړي، هند هم په مقابل کې له امریکا پر یو شمېر واردېدونکو توکو د ګمرکي تعرفو د زیاتولو ګواښ وکړ، خو په دې اړه‌یې وروستۍ پرېکړه د روانې میاشتې تر پایه ځنډولې ده.

سپینه ماڼۍ همداراز وايي، دواړو مشرانو پر دې هم خبرې وکړې چې په څه ډول کولای شي په دفاعي، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او انرژۍ په برخو کې دې دوه اړخیزې همکارۍ ته پراختیا ورکړي او هم په سیمه‎ییزو او نړیوالو چارو کې همغږي زیاته کړي.

آرشیف، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

سپینې ماڼۍ وویل، ټرمپ او مودي د هند پاسفیک د سیمې د امن او هوساینې پر پیاوړي کېدو موافقه وکړه.

افغانستان هم د دواړو مشرانو د خبرو یوه اصلي موضوع وه.

په‎دې اړه زیات جزئیات نه‎دي ورکړل شوي، خو ولسمشر ټرمپ له مودي سره خبرې وروسته له هغې کوي چې هغه تېره اوونۍ د کابینې غونډې ته د افغانستان د جګړې په اړه په خبرو کې د هند نوم د هغو هېوادونو په کتار کې راوست چې د ده په وینا باید په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې زیاته ونډه واخلي.

د افغانستان په مسئله کې د هندوستان پر رول د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

ټرمپ په سیمه کې د پاکستان او روسیې نوم هم اخیستی و چې د ده په وینا دې جګړه کې باید زیات ښکېل شي.

خو د ټرمپ دې خبرې ته رسنیو ډېر پام واړاوه چې ویلي و، مودي ورته تل دا خبره کوي چې په افغانستان کې یې یو کتابتون جوړ کړی.

دی نه‌پوهېږي چې دغه کتابتون چېرې دی.

د هغه په وینا دغه کتابتون چې مودي یې خبره کوي ارزښت‌یې په افغانستان کې د امریکا د پنځو ساعتونو مصرف په اندازه دی، خو هند د ټرمپ د دغې خبرې په غبرګون ویلي چې دې هېواد د افغانستان په بیارغونه کې پراخه ونډه اخیستې ده.

ویل کېږي هند له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې درې میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG