د افغانستان برښنا شرکت وايي، په بغلان ولایت کې به د برښنا پرې شوي مزي د سې شنبې د ورځې تر غرمې پورې ونښلول شي.
د افغانستان پر مرکز کابل او ځینو نورو ولایتونو لکه پروان، میدان وردګ، غزني او لوګر د برښنا له پرې کېدو وروسته، د افغانستان برښنا شرکت وايي، تخنیکي کارکوونکو یې د دغې برښنا د سرکټونو د بیا نښلولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۷» ازادي راډیو ته وویل، په پام کې ده چې د دغې برښنا لومړی سرکټ نن شپه ونښلول شي چې د ده په خبره، له نښلېدو سره بهيې د کابل ښار د ځینو سیمو برښنا فعاله شي.
ده وویل:
"هڅه کېږی چې یو سرکټ نن شپه جوړ او یو سرکټ وصل شي او دوهم سرکټ به انشاءالله تر سبا پورې بېرته وصل شي."
برښنا شرکت اعلان کړه چې نن سهار د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو مخالفینو ترمنځ نښته کې د پلخمري-دوشي سیمه کې د برښنا دوه سرکټونه پرې شوي دي.
د دغو سرکټونو له پرې کېدو سره پر کابل، پروان، میدان وردګ، غرني او لوګر ولایتونو وارداتي برښنا پرې شوې ده.
دا لومړی ځل نهدی چې د بغلان ولایت په اړوندو سیمو کې کابل ته راغلې وارداتي برښنا پرې کېږي، بلکې پخوا تر دې هم څو ځلې په یاد ولایت کې له وسلهوالو مخالفینو سره په نښتو کې دغې برښنا ته زیان رسېدلی دی.
د طالبانو ډلې پخوا تر دې ویلي چې د دوی غړي د برښنا رسولو خدمات نهګواښي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه برښنا د دوی د غړو لهخوا نهده پرې شوې.
مجاهد ادعا کوي چې د دوی غړي د دغې برښنا د مزو د بیا نښلولو په هدف، د افغانستان د برښنا شرکت له کارکوونکو سره په اړیکه کې دي.
خو د افغانستان د کورنیو چار وزارت طالبان د دغو مزو په قصدي پرې کولو تورنوي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"پرته له شکه، دغه کار عمدي و او په هېڅ صورت تېروتنه نهده، کله کله طالبان او ترورېستي شبکې په افغانستان کې عامالمنفعه کارونه هدف ګرځوي."
بلخوا په مشرانو جرګه کې د بغلان د خلکو استازي او د دغې جرګې دوهم منشي فیصل سمېع ازادي راډیو ته وویل، نن سهار د طالبانو د ډلې غړو د دوشي ولسوالۍ د کیلهګي په سیمه کې غوښتل چې د تېلو یو ټانکر یوسي، خو کله چې امنیتي ځواکونه ورورسېدل، د دواړو لورو ترمنځ نښته پیل شوه چې په نتیجه کې یې کابل ته د وارداتي برښنا دوه مزي پرې شول.
راپور: خان محمد سیند