د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰ اوریزو سیالیو کې د ټولو لوبډلو په سر کې ده


آرشف، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځيني غړي
آرشف، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځيني غړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰ اوریزو سیالیو کې د ډېرو بریاوو له کبله د ټولو لوبډلو په سر کې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ په خپاره شوي جدول کې ښکاري چې افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې اووه ۲۰ اوریزې لوبې کړي او اووه واړه‌يې ګټلې دي.

له دغو بریاوو سره افغان لوبډله د نړۍ د لسو غورو لوبډلو ترمنځ یوازنۍ لوبډله ګڼل شوې چې سل سلنه بریا يې خپله کړې ده.

په افغان لوبډلې پسې د پاکستان د کرکټ لوبډله په ۸۹ فیصده، ورپسې د هندوستان لوبډله په ۷۷ فیصده بریا مخکې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې د پرمختګ له امله افغان لوبډلې د ۲۰۲۰ شل اوریز جام ته هم مستقیمه لار پیدا کړې.

XS
SM
MD
LG