د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

په بدخشان کې د یوه کان د ښویېدو او مرګ ژوبلې په اړه د یو شمېر بنسټونو اندېښنې!


په بدخشان ولایت کې د یوه کان د ښويېدو له امله د لسګونه کسانو له وژل کېدو وروسته، په افغانستان کې یو شمېر څېړونکي او د فساد ضد بنسټونه اندېښمن شوي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې ګډه خپلواکه کمېټه او د افغانستان د څېړنو او ارزونې اداره پر افغان حکومت تأکید کوي چې د هېواد د ټولو کانونو کېندل دې معیاري کړي او که نه نو د بدخشان ولایت د سرو زرو د کان د ښویېدو پېښه چې لګسونه کسان په‌کې ووژل شول، د هېواد په نورو کانونو کې هم تکرار شي.

د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالۍ د شپو په سیمه کې د یکشنبې په ورځ د سرو زرو د کان د ښويېدو په پېښه کې، څه باندې ۳۰ کسان وژل شوي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې د ګډې خپلواکې کمېټې یوه مسؤل ادریس د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۷» ازادي راډیو ته وویل، د دوی ارزونې ښيي چې د افغانستان په ګڼو کانونو کې د کېندنو منل شوي معیارونه په پام کې نه‌نیول کېږي او له همدې امله په‌کې کله کله ځاني زیانونه رامنځته کېږي.

ده وویل:

"حتی د کانونو په قانوني کېندنو کې هم د روغتیا خوندیتوب په پام کې نه‌نیول کېږي، غیر قانوني کېندنې خو پر ځای پرېږدئ، کله چې غیر قانوني کېندنې کېږي، خامخا دا شان پېښې رامنځته کېږي، حرفوي کېندنې باید د دولت په چوکاټ کې راشي، قانوني یې کړي."

سربېره پر دې د افغانستان د څېړنو او ارزونې اداره وايي، حکومت باید یوازې د کانونو عوایدو ته پام نه، بلکې د کانونو معیاري کېندنو او په‌کې د کارګرانو ژوند ته هم پام وکړي.

د دغې ادارې مشرې اورځلا نعمت د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، حکومت او کان کېندونکې کمپنۍ مکلفې دي چې د کانونو په کېندنو کې منل شویو معیارونو ته جدي پام وکړي.

دې د کانونو په اړه د خپلې ادارې د ارزونو له مخې ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه هېڅ حفاظتي مېکانیزم د هغو کسانو لپاره چې په کانونو کې کار کوي، نه‌شته، کله چې د کانونو د کېندنو بحث کېږي، په مجموع کې کمپنۍ د کان د کارګرانو د ژوند د خوندیتوب په خاطر ځواب ورکوونکي دي، په افغانستان کې دغه څه نه‌شته، افغان دولت باید د حفاظتي مېکانیزم جوړولو ته جدي کار وکړي."

د بدخشان ولایت د سرو زرو د کان ښویېدنه چې خلکو ته‌یې ځاني تلفات واړول، یوازنۍ پېښه نه‌ده، بلکې تېر کال د سمنګان ولایت د ډبرو د سکرو د کان په ورته پېښه کې هم ګڼ شمېر کارګران وژل شوي وو.

د ولسي جرګې د طبیعي زېرمو کمېسیون پخوا تر دې ویلي چې د هېواد په ناامنو سیمو کې د قیمتي او غیر قیمتي ډبرو، سکرو او داسې نورو موادو کانونه د زورواکو او غیر مسؤله وسله‌والو ډلو له‌خوا په غیر قانوني توګه کېندل کېږي او بهر ته قاچاق کېږي.

ځینو سیمه‌ییزو افغان چارواکو دا هم ویلي چې د ناامنو سیمو د کانونو په کېندلو کې د دولت وسله‌وال مخالفین هم لاس لري او پر عوایدو یې د جنګ ماشین تود ساتي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانونو د قانوني کېندلو لپاره‌یې له څو کلونو راهیسې پلانونه ترتیب کړي چې د حکومت د اړوندو ارګانونو په مرسته د پلي کېدو په حال کې دي او ښې نتیجې یې هم ورکړې دي.

ارشیف، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي
ارشیف، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي

​د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هر قراردادي ته چې قرارداد ورکول کېږي، هغه د نړیوالو معیارونو سره سم وي، ټول ضروري پرمختللي وسایل او تجهیزات په نړیواله کچه په کانونو کې کارول او ګټه ترې اخیستل کېږي، موږ یو ځواب ورکوونکي استخراج ته زمینه برابروو."

ده دا هم وویل چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې کانونه د امنیتي ارګانونو په مرسته د دوی په کنټرول کې دي او کوم کانونه چې د وسله‌والو مخالفینو او سیمه‌ییزو غیر مسؤله وسله‌والو له‌خوا کېندل کېږي، هغو ته هم امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG