د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

د کابل په باریکاب پارک کې به په ۳ کالو کې ۳۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وشي


آرشیف، د کابل په صنعتي پارکونو کې د وسپنې د ویلي کولو فابریکه
آرشیف، د کابل په صنعتي پارکونو کې د وسپنې د ویلي کولو فابریکه

د پایتخت زون پراختیایي اداره د درېیو راتلونکو کلونو لپاره د صنعتي پارکونو په برخه کې د سلګونه میلیونه ډالرو پانګونې د جذب خبره کوي.

د پایتخت زون پراختیایي اداره وایي، په اقتصادي او صنعتي پارکونو کې د پانګونې زیاتوالي ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره کړې او ورسره به کورني تولیدات زیات شي.

د دغې ادارې سرپرست عبدالسمېع ستانکزي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۷» د خپلو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د باریکاب صنعتي پارکونو ته په اشارې سره په دې برخه کې د پانګونې د زیاتېدو خبره وکړه.

ده وویل:

"هغه زېری چې موږ یې لرو، د باریکاب د صنعتي پارکونو چارې په مډرن او د اسانتیاوو په برابرولو سره بشپړې شوي او ۲۹ پانګه‌والو د اقتصاد له عالي شورا په دغو پارکونو کې د پانګونې تأییدي تر لاسه کړې او په دوه یا درېیو راتلونکو کلونو کې به ۳۰۰ میلیونه ډالره پانګه جذب شي چې له دې سره به ۵۰۰ زرو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي."

ښاغلي ستانکزي وویل چې څلور صنعتي زونونه شته چې د باریکاب، سروبي، محمداغې او میدان وردګ صنعتي زونونه دي.

هغه وویل چې په دغو صنعتي پارکونو کې له پانګونې سره به د تولیداتو پروسس ته هم زمینه برابره او ۲۵۰ زره کسانو ته به په مستقیم ډول کاري زمینه مساعده شي.

هغه په باریکاب کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي او په کابل کې د سړکونو او د اوبو د کانالونو جوړولو او همداراز د کابل په نوي ښار کې د پراختیایي پروژو پلي کېدل د دغې ادارې له هڅو یاد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری پانګه‌وال په صنعتي پارکونو کې د برق د نشتوالي او د لازمو امکاناتو نه‌لرلو له امله شکایت کوي او ټینګار یې دا دی چې د تولیداتو لپاره ورته لازمې اسانتیاوې نه‌دي برابرې.

هغوی په وار وار له حکومته د ځمکو او برق په برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه کړې.

په ورته وخت کې په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د سلاکار دفتر وایي چې په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۳ صنعتي پارکونو لپاره چې د ځمکو د اخیستلو په هدف د اقتصاد شورا ته ۴۰۰ وړاندیزونه شوي وو، رسېدنه ورته شوې ده.

په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د سلاکار د دفتر د عامه اړیکو مشر سمیر رسا وایي چې په ۱۱ ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو زېربنایي چارې پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغو پارکونو د جوړولو زېربنایي چارې پیل شوي، یوازې د هرات د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ۲۰۰ شرکتونو وړاندیزونه کړي، د ځمکو د لاسته راوړنې لپاره چې ۲۸ شرکتونه په شرایطو برابر وو، د تخنیکي کمېټې له لارې به بلې ناسته کې به د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي."

ښاغلي رسا وویل، په ننګرهار کې د شیخ مصري د قالینو او د حصارشاهي پارک، په هرات کې د هرات صنعتي پارک، په کندهار کې شوراندام، په فاریاب کې اندخوی، په غزني کې پیرکه، په هلمند کې بست، په لوګر کې د لوګر صنعتي پارکونه، په پکتیا کې د پکتیا صنعتي پارکونه او په کابل کې د باریکاب پارکونه موجود دي.

له دې سره یو شمېر افغان اقتصادي کارپوهان وایي چې په مهالني وخت کې په افغانستان کې د پانګونې زمینه محدوده ده او په دې برخه کې زیاتې ستونزې شته.

د کارپوهانو له دې ډلې سیف‌الدین سیحون وایي، د امنیت نشوالی، قوانین او د ناقصو جوړښتونو موجودیت هغه څه دي چې په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې یې ستونزې جوړې کړي او که دغې مسئلې ته پام ونه‌شي، نو د پانګونې جذب به ستونزمن وي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG