د افغانستان ولسي جرګه د يو شمېر هېوادونو لهخوا په ترهګریزو بریدونو او جګړو کې له افغان کډوالو د استفادې د مخنیوي لپاره د پالېسیو جوړول بېګټې بولي.
په داسې حال کې چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په ترهګرۍ کې د افغان کډوالو د استفادې د مخینوي لپاره د يوې پالېسۍ د جوړولو خبره کوي، د افغانستان ولسي جرګه د دغې پالېسۍ جوړول ځکه بېګټې بولي چې په خبرهیې، عملي کولیې ناشونی دی.
د دغې جرګې نائب منشي عرفانالله عرفان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۷» ازادي راډیو ته وویل چې د دغو پالېسیو د جوړولو پر ځای ښه دا ده چې هېواد ته د افغان کډوالو د راستولو په موضوع تمرکز او کار وشي.
دی وایي:
"له بده مرغه زموږ له مهاجرینو هم ایران او هم پاکستان ناوړه استفاد کوي او کومه ستراتېژي چې د کډوالو چارو وزیر ورته اشاره کړې، ډېره ګټوره به ځکه نهوي چې په نورو هېوادونو کې موږ نهشو کولای چې دا پالېسي عملي کړو، يوازنی حل زما په اند دا دی چې کډوالو ته دا زمینه مساعده شي چې دوی بېرته خپل هېواد ته ستانه شي."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسين عالمي بلخي ویلي دي چې ایران او پاکستان له افغان کډوالو په ترهګرۍ کې ګټه اخلي.
د ښاغلي بلخي په خبره، ایران افغان کډوال د سوریې جګړې ته لېږي او پاکستان ورڅخه په افغانستان کې د ناامنیو په پېښو کې ګټه اخلي.
دا لومړی ځل نهدی چې د ایران او پاکستان لهخوا په ترهګرۍ کې له افغان کډوالو د استفادې خبره کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په دې اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي چې د يادو هېوادونو د چارواکو لهخوا رد شوي دي.
ایران او پاکستان د افغانستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي چې میليونونه افغانان پهکې په قانوني او غیر قانوني توګه مېشت دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د يکشنبې په ورځ په ننګرهار کې د دغه ولایت له والي سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو په سیاسي او امنیتي لحاظ ګټه اخيستل کېږي.
ده زیاته کړه:
"په ځینو ځایونو کې له افغان کډوالو ځینې سیاسي او امنیتي استفادې کېږي چې موږ په دې اړه له اړوندو هېوادونو سره په خپل وخت خبرې هم کړي، موږ او تاسو وینو چې له ایرانه يو شمېر کسانو د سوريې په جنګ کې ګډون وکړ، دا شان په پاکستان کې هم دوی پټنځایونه لري او په افغانستان کې د ناامنیو لپاره ترې ګټه اخيستل کېږي."
خو ښاغلي بلخي وویل چې د دغې ستونزې د مخینوي لپارهیې د يوې پالېسۍ پر جوړولو کار پیل کړی دی چې په پلي کېدو سره بهیې تر ډېره د يادې ستونزې مخینوی وشي.
خو د افغانستان مشرانو جرګه بیا له افغان حکومته غواړي چې په کور دننه د کاري زمینو او نورو اسانتیاو په رامنځته کولو سره يادې ستونزې ته بنسټیزه حل لاره پیدا کړي.
راپور: محمد واصل وصال