د سرپل د ولایتي شورا غړي ادعا کوي چې پاکستاني جنرالان پهدغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د طالبانو د جګړې مشري کوي.
د سرپل د ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوال طالبان په کوهستاناتو او صیاد ولسوالیو کې ترورېستي روزنیز مرکزونه لري او له همدې مرکزونو خپل عملیات پروګرامونه رهبري کوي.
هغه وویل چې سرپل کې بهرني جنګیالیو او د پاکستان د استخباراتو ادارې «ISI» غړو ته د طالبانو جنګي او روزنیز مسؤلیت ورپه غاړه دی.
رحماني پهدې اړه وویل:
"د بومي او سیمهییزو قوتونو رهبري د هغه چا سره ده چې له بهره راغلي دي، اکثراً پاکستاني متقاعد جنرالانیې مشري کوي، د هغوی جنګي او عملیاتي برنامې د هغه کسانو لهخوا ترسره کېږي چې بهرنیان دي."
ښاغلی رحماني په سرپل ولایت کې د طالبانو د ترورېستي حملو د زیاتوالي په اړه وايي چې له درېیو کلونو راپهدېخوا په کوهستاناتو او صیاد ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو د نه ترسره کېدو په خاطر، دا سیمې اوس د بهرني ترورېستانو په پټنځایونو بدلې شوې دي.
نوموړي وویل چې طالبان او د هغوی بهرني جنګیالي د سرپل د مرکز «شیرمونو» سیمه، د کوهستاناتو او د صیاد ولسوالۍ اکثراً سیمې او همداراز د سوزمه قلعې او سانچارک ولسوالیو پرځینو برخو واک لري او اوسمهال د سرپل د مرکز د نیولو په هڅه کې دي.
ښاغلي رحماني زیاته کړه:
"د درېیو کلونو په اوږدو کې د کوهستاناتو ولسوالۍ، کته قلعه، شیرمونو، د صیاد ولسوالۍ او ځینې نورې برخې؛ سره له دې چې د طالبانو له منګولو بېرته ونهنیول شوې، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره کلي یو پر بل پسې سقوط کوي او امنیتي ګواښونه د ډېرېدو په حال کې دي."
د سرپل د ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني د امنیتي ارګانونو له چارواکو پهدغه ولایت کې د طالبانو پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
خو د وسلهوالو طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډیو سره په خبرو کې د سرپل د ولایتي شورا د رئیس دغه ادعا رد کړه.
تر دې پخوا د شاهین قول اردو مشر جنرال ولي محمد احمدزي هم په شمال زون کې د دولت ضد وسلهوالو مخالفینو په لیکو کې د بهرنيانو خاصتاً د اویغور، ازبکستاني او پاکستاني جنګیالیو حضور تأیید کړی دی، خو په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې دوی د ژمنیو «ایثار-۱۰» عملیاتو لمن له فاریابه سرپل ته هم غځوي.
د شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل چې تر ګواښ لاندې سیمو باندې د ملي اردو هوايي او کشفي ځواکونه څارنه لري او ډېر ژر به د ترورېستانو د محو په منظور هلته عملیات پیل کړي.
هغه پهدې هکله وویل:
"موږ تر ګواښ لاندې سیمو باندې نظارت او څارنه لرو، زموږ کشفي او هوايي ځواکونه پر یادو سیمو پام لري او د «ایثار-۱۰» عملیاتو لړۍ په له فاریاب وروسته په جوزجان او سرپل کې پیل شي."
پهداسې حال کې د سرپل ولایتي شورا دلته د پاکستاني جنرالانو لهخوا د طالبانو د جګړې د مشرۍ په اړه څرګندونې کوي چې تر دې پخوا د شاهین قول اردو چارواکو ایران دولت هم په شمال زون کې وسلهوالو طالبانو ته د پرمختللو تجهیزاتو په ورکولو تورن کړی.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی