د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۴ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۰۰

افغانستان د لومړي ځل لپاره خپل ټول ګمرکونه د څار په معلوماتي ټکنالوژۍ سمبالوي


ارشیف

افغانستان د لومړي ځل لپاره خپل ټول ګمرکونه د جدي څار په معلوماتي ټکنالوژۍ سمبالوي.

د افغانستان د ماليي وزارت په ټولو سرحدي او محصولي ګمرکونو کې د څارنې کمرې او د معلوماتي ټکنالوژۍ داسې سېستمونه نصبوي چې د مرکز له یوې خونې به کنټرولېږي.

د یاد وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا ګام د ګمرکونو د ظرفیتونو د لوړولو، شفافیت او د کورني عوایدو د لوړېدو په خاطر اخیستل شوی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت ودانۍ
د افغانستان د مالیې وزارت ودانۍ

ده زیاته کړه:

"هغه څه چې مونږ يې په ګمرکونو کې تطبیقوو، تر ډېره د څارنې بڼه لري، ترازوګانې هم ګمرک ته د ننوتلو او ورڅخه د وتلو په برخو کې فعالېږي، د څارنې هغه کمرې چې مونږ يې نصبوو، ورڅخه د موټر د نمبر پلېټ د اخیستلو، د موټرو د تګ راتګ او د مامورینو او کمېشنکارانو د څارنې په خاطر ورڅخه استفاده کېږي."

دی وايي، له دې ګام سره نه یوازې دا چې شفافو ګمرکاتو ته پاملرنه کېږي، بلکې له الکټرونیکي ترازوګانو استفاده به د دې سبب شي چې هېڅ څوک د وزن په مسئله کې د قانون خلاف اقدام ونشي کړای.

ښاغلی شمروز خان وايي، د ګمرکاتو په کچه دا تر ټولو غټه لومړنۍ پروژه ده چې تدارکاتي کارونه یې بشپړ شوي او همدا اوس د تطبیق په حال کې ده.

د ماليي وزارت هڅه دا ده چې دا پروژه تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړه شي.

افغان حکومت د ګمرکونو د ډيجیټل کېدو دا ګام داسې وخت اخلي چې د لویو موټرو چلوونکو له خوا تل په ګمرکونو او لویو لارو کې له فساده شکایت شوی.

له دې سره تل د هغو موټرو پر وړاندې د قانوني اقداماتو ویل شوي چې له اندازې په زیات وزن بار وي، خو لیدل کېږي چې د داسې موټرو حرکت نه دی ودرول شوی.

ارشیف، د افغانستان لوی باروړونکي موټر
ارشیف، د افغانستان لوی باروړونکي موټر

د اقتصادي چارو کارپوهان له ډلې يې تاج محمد تلاش که څه هم دا یو ناوخته ګام بولي، خو د فساد د مخنیوي او لویو لارو د ساتنې په خاطر دا یو مهم ګام بولي.

ښاغلي تلاش د دغې پروژې د ځينو ګټو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زما په اند که حکومت په ګمرکونو کې کمرې نصبوي، دا د ګمرکونو د عوایدو لپاره بنسټیز او اساسي ګام دی، له دې کار سره به د هغو کسانو شمېره ډېره کمه شي چې هلته د کمېشنکارانو په توګه فعالیت کوي، ورسره به هغه بستونه قانوني شي چې په ډالرو يې معامله کېږي، په ټوله کې له دې کار سره فساد کم او شفافیت رامنځته کېږي."

خو دی ټينګار کوي چې د دغې سېستم د کنټرول لپاره د وړ او صادقو کسانو د ګمارنې تر څنګ باید تخنیکي او امنیتي ستونزو ته سر له پیله پاملرنه موجوده وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG