د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

جمعیت اسلامي ممکن په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ وکړي


آرشیف، د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله
آرشیف، د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه یو غړی وايي، ممکن دغه ګوند ولسمشریزو انتخاباتو ته د عبدالله عبدالله د کاندیدېدو ملاتړ وکړي.

احتمال لري چې د افغانستان په اوسني حکومت کې د قدرت شریک عبدالله عبدالله د ولسمشریزو انتخاباتو میدان ته ودانګي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، عبدالله عبدالله په هغو اتیا کسانو کې دی چې ولسمشریزو انتخاباتو ته یې د کاندیدۍ لپاره له دوی معلوماتي کڅوړې ترلاسه کوي.

د جمعیت اسلامي د مشرتابه پلاوي یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه ګوند به راتلونکو انتخاباتو ته خپل کاندید معرفي کړي.

د دغه کس په خبره، اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د ملي وفاق د بهیر مشر احمد ولي مسعود هغه کسان دي چې ممکن یو ترې د جمعیت اسلامي له اړخه انتخاباتي مبارزه پیل کړي.

آرشیف، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني
آرشیف، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني

​صلاح الدین رباني د جمعیت اسلامی افغانستان مشر دی، خو د دغه حزب د مشرتابه پلاوي په ۶۶ غړو کې د عبدالله عبدالله نوم نه شته.

مخکې تر دې د جمعیت اسلاميافغانستان اجرائیه رئيس عطا محمد نور او د دغه حزب غړي محمد اسماعیل ویلي وو چې جمعیت اسلامي افغانستان به وروسته له دې د عبدالله عبدالله ملاتړ ونه کړي.

خو د جمعیت اسلامي افغانستان ګوند کومې سرچینې چې له ازادي راډیو سره یې خبرې کړي، وايي چې په دې اړه د یاد حزب مشرتابه تر اوسه کومه پرېکړه نه ده کړې.

په ورته وخت کې د ملي اسلامي جنبش ګوند وايي، دغه ګوند به د محمد کریم خلیلي په مشرۍ له جمعیت اسلامي او حزب وحدت اسلامي سره په ګډه انتخاباتو ته ولاړ شي.

د جنبش ملي افغانستان ګوند مرستیال عبدالله قرلق د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې د درېواړو ګوندونو ترمنځ لیده کاته شوي، خو د انتخاباتي ټیم د جوړولو په څرنګوالي هوکړې ته نه دي رسېدلي.

آرشیف، د جنبش ملي افغانستان ګوند مرستیال عبدالله قرلق
آرشیف، د جنبش ملي افغانستان ګوند مرستیال عبدالله قرلق

ده وویل:

"د انتخاباتي ټکټ د جوړولو لپاره یې ناستې او بحثونه درلودل او په دې یې هوکړه کړې چې که هر لوري ته ولاړل، دغه درېواړه ګوندونه به واحد تصمیم ولري او یو انتخاباتي ټکټ ته به کار کوي."

د جنبش ملي اسلامي ګوند مرستیال دا هم وايي چې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال او د دغه ګوند مشر عبدالرشید دوستم به د ترکتبارانو یوه کدر د کوم کاندید د لومړي مرستیال په توګه معرفي کړي.

د افغانستان ولسمشریز انتخابات د راتلونکي کال د سرطان په ۲۹مه کېږي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د یادو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه درې ورځې مخکې پیل کړې ده.

تر اوسه د عبدالله عبدالله، محمد اشرف غني، ګلبدین حکمتیار، محمد حنیف اتمر او احمد ولي مسعود په ګډون څه کم اتیا کسانو د کاندیدۍ لپاره معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړي، خو له دې ډلې یوازې عبداللطیف پدرام، اوعبداحکیم تورسن دغو انتخاباتو ته نومونه لیکلي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي حفیظ الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل، که د جدي تر ۳۰مې پورې ټول کاندیدان نوم لیکنه ونه کړي، بیا به د دغې پروسې غځولو ته تصمیم ونیول شي.

آرشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی حفیظ الله هاشمي
آرشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی حفیظ الله هاشمي

​دی زیاتوي:

"د جدي تر۳۰ مې پورې کافي وخت لرو چې مهالوېش متاثر نه شي، بیا به کمېسیون بحث وکړي او تصمیم به ونیسي."

ولسمشریزو انتخاباتو ته د نوم لیکنې له پیل کېدو سره د افغانستان لوی ملي ائتلاف چې جمعیت اسلامي یې یو غړی دی، خبر ورکړی چې ولسمشریزو انتخاباتو ته به د رحمت الله نبیل او شیدا محمد ابدالي د معرفي کېدو ترڅنګ، د محمد حنیف اتمر د کاندیدۍ ملاتړ هم وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم تراوسه د خپل دوهم مرستیال په توګه د سرور دانش په اړه پرېکړه کړې، خو د لومړي مرستیال په اړه ېې خبر نه شته.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG