د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وايي، په دغه ولایت کې د ولسي تړون پلي کېدونکو پروژو کې پراخ فساد شته او د سیمې خلکو ته پکې د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي.
له دې سره د ولایتي شورا مسؤلین هم وايي چې په دغه ولایت کې د ولسي تړون پروګرام تش په نوم پروژې عملي کوي.
د یاد پروګرام مسؤلین هم یو شمېر ستونزې مني، خو د فساد په برخه کې ډاډ ورکوي چې مخه به یې نیسي.
په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف لله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: