د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

کلکاني: د سولې خبرو ته د طالبانو د کېنولو لپاره دې پر پاکستان فشارونه زیات شي


ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داود کلکاني
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داود کلکاني

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو د کېنولو په هدف باید پر پاکستان فشارونه زیات شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون پاکستان د افغانستان د سولې په مسئله کې په دوه مخيتوب تورنوي او وايي، له افغان حکومت سره د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د کېنولو په هدف باید په هغه هېواد فشارونه زیات شي.

د دغه کمېسیون مرستیال داود کلکاني د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، امریکا او د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه پاکستان، روسیې او ایران له طالبانو سره د بېلابېلو غونډو په جوړولو دوی ډېر غټ کړل، نو ځکه اوس له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته نه کېني.

دی زیاتوي:

"زما په اند، پر پاکستان فشار او پر روسیې، ایران، سعودي او متحده عربي اماراتو فعاله ډیپلوماسي طالبان افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنولای شي، له بده مرغه ښاغلي خلیلزاد او یو شمېر هېوادونو لکه پاکستان، روسیې او ایران له طالبانو سره غونډې وکړې او دوی یې ډېر غټ کړل چې اوس دوی فکر کوي چې له افغان حکومت سره له خبرو پرته هم ځينې بریاوې تر لاسه کولای شي."

ښاغلی کلکاني وايي، مخکې طالبان حاضر وو چې ان د حکومت له ډېرو عادي خلکو سره هم د سولې خبرو ته کېني.

خو طالبانو تل د افغانستان اوسمهالی حکومت لاسپوڅی ګڼلی او ویلي یې دي چې له افغان حکومت سره نه، بلکې له امریکا سره به د سولې خبرې کوي.

د تېر میلادي کال د ډېسمبر د میاشتې په ۱۸مه د متحده عربي اماراتو په پلازمېنې ابوظبي کې طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او دغه شان د متحده عربي اماراتو، پاکستان او سعودي عربستان له استازو سره وکتل، خو د افغان حکومت د سولې له مرکچي پلاوي سره یې له لیدلو ډډه وکړه.

بیا تمه وه چې د سعودي عربستان په غونډه کې چې همدا میاشت په جده کې جوړېدونکې وه، دواړه خواوې سره مخامخ شي، خو طالبانو د دغې غونډې په اړه بې خبري ښودلې او تر اوسه یې د جوړېدو او نه جوړېدو په اړه هم تازه معلومات نه دي ورکول شوي.

د جدې د غوندې په اړه د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي وو او دا یې د ابوظبي د غونډې دوام ګنلی و.

ها خوا پاکستان هم چې د افغان حکومت له خوا د طالبانو په ملاتړ تورن دی، په څو ځلي دا ژمنه کړې چې طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېنوي، خو یاد هېواد په خپله دغه ژمنه کې پاتې راغلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته په خپل ورستي سفر کې یو ځل بیا پر دې ژمنه ټینګار کړی و.

ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان له دې ډلې مشتاق رحیم هم افغان حکومت سره د خبرو مېز ته د طالبانو د کېنولو په برخه کې پر پاکستان فشارونه اغېزمن ګڼي.

ښاغلی رحیم وايي، اوس امریکایان له پاکستان سره د جوړ جاړي په حال کې دي، خو په خبره یې چې د پاکستان د خوښې وړ سوله افغان حکومت او خلکو ته د منلو نه ده.

ده ویلي:

"د امریکا حکومت او نړیواله ټولنه باید پر پاکستان یو وار بیا فشار زیات کړي، ځکه مونږ ګورو چې اوس امریکایان دوی سره د جوړجاړي په حالت کې دي، دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل هڅه کړې چې د افغانستان د سولې په برخه کې داسې رول ولوبوي چې د دوی په خوښه وي، خو دا د افغانستان حکومت او خلکو ته د منلو نه ده."
ښاغلي رحیم د دې تر څنګ یاد هدف ته د رسېدلو په خاطر په خبرو کې د واشنګټن او کابل تر منځ د سولې د هڅو په همغږۍ هم ټینګار کوي.

د یادونې ده چې د افغانستان د سولې خبرې چې په دې ورستیو کې تېزې شوي، کله له هیلو او کله له ناهیلو سره ملې وې، خو جګړه ځپلی ولس دې ته ورځې شماري چې د جګړې ښکېل اړخونه به کله سره مخامخ خبرو ته کېني او پر دوی به د یوې تل پاتې سولې او امن زېری وکړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG