د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

د ارزګان د کرکټ ۱۸ ورځنۍ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې


په ارزګان کې د کرکټ د ټورنمنټ د پای د مراسمو یو انځور
په ارزګان کې د کرکټ د ټورنمنټ د پای د مراسمو یو انځور

په ارزګان کې د کرکټ ۱۸ ورځنۍ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د کرکټ دغه ۱۸ ورځنۍ سیالۍ تېره ورځ ناوخته د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

په دغه ولایت کې د کرکټ بورډ د اداري مسؤل غلام نبي الهام ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ۱۸ ورځنیو لوبو کې ۱۲ لوبډلو برخه اخیستې وه چې لومړی مقام یې اتفاق لوبډلې او دوهم مقام یې ارزګان زلمیانو ګټلی دی.

نوموړی وايي، دغه لوبې په هاډبال ترسره شوي دي.

په ورته وخت کې په لوبو کې لوبېدونکي لوبغاړي ډېر خوښ دي، خو له دولته غوښتنه کوي چې د لوبو کولو لپاره دې ورته لوبغالی جوړ شي.

XS
SM
MD
LG