د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ولسمشر غني: هېواد باید په پخوانیو کړکېچونو کې ایسار نه شي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هېواد باید په پخوانیو کړکېچونو کې ایسار نه شي.

ولسمشر غني وايي، تېر تاریخ باید تکرار نه شي، هېواد باید روښانه راتلونکې ولري او په پخوانیو کړکېچونو کې ایسار پاتې نه شي.

ښاغلي غني د پوهاند حسن کاکړ د یاد او د کاکړ د بنسټ په پرانيستونکو مراسمو کې وویل، ظالمانو د هېواد په هرځای کې وینې توېې کړي دي.

ده وویل، افغانستان پخوا د اسیا سیاسي، اقتصادي او فرهنګې څلورلاری و او هماغه دریځ باید بیا هم تر لاسه کړي.

ده وویل:

"د دې لپاره چې یوه روښانه راتلونکې ولرو، باید د تېرو فاجعو په زندان کې پاتې نه شو، هدف باید دا وي چې په راتلونکې باور ولرو او له اوسنیو فرصتونو لویه استفاده وکړو."

ښاغلي غني په داسې حال کې د تېرو بد مرغیو خبرې کوي چې هېواد اوس هم په جګړو کې ښکېل دی.

د ده په خبره، د ملي یووالي د حکومت په وروستیو څلورو کلونو کې له وسله والو مخالفینو سره په جنګ کې ۲۸ زره امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د ملي یووالي حکومت وايي، تل یې د سولې غږ پورته کړی، خو د افغانستان د خلکو دښمنانو دغه غږ ته پام نه دی کړی او پر ځان وژنو او چاودنو یې ټینګار کړی دی.

افغانستان د طالبانو له سقوطه وروسته په تېرو اولسو کلونو کې په اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې د بېلابېلو لاسته راوړنو شاهد دی، خو د افغان چارواکو په خبره، جګړې او ناامنۍ د دغو لاسته راوړنو د پرمختګ خنډ شوي دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوهان او په تېره بشیر بېژن وايي، فاجعه اوس هم د افغانانو په ژوند کې روانه ده.

د سیاسي چارو پوه بشیر بېژن
د سیاسي چارو پوه بشیر بېژن

​دی زیاتوي:

"د خلکو په ژوند کې فاجعه اوس هم په تېزۍ سره روانه ده او قرباني اخلي، خو افغانستان به هغه مهال له دغې فاجعې ژغورل کېږي چې خلک یې منسجم او یوځای وي او رښتینی زعامت ولري."

ښاغلی بېژن ټینګار کوي چې مشران باید په هېواد کې د فاجعې د پاې ته رسولو لپاره قوي اراده ولري او په کابینه کې د پاکو او مسلکي کسانو د ګمارلو، د جنګ د ختمولو او د سولې د ټینګښت لپاره عملي پلانونه جوړ کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG