د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا یو نوی روغتیايي پکېج پرانیستل شو


د افغانستان په یوه روغتون کې بستر ناروغان
د افغانستان په یوه روغتون کې بستر ناروغان

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي رئیس د شنبې په ورځ په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا یو نوی روغتیايي پکېج یا کڅوړه پرانیسته.

د ساري، غیر ساري، مزمنو یا پټو ناروغیو او د نا امنیو له امله د ټپیانو درملنه او همداشان د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې د سطحې کمول، د افغانستان د عامې روغتیا په نوي روغتیايي پکېج یا روغتیايي کڅوړه کې شامل دي.

دغه روغتیايي پکېج د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز او د روغتیا د نړیوال سازمان د عمومې رئیس ډاکتر تتروس اتهانوم جوبراسیوس له خوا پرانيستل شو.

فیروزالدین فیروز وویل، په هېواد کې نا امنیو، بېوزلیو، مهاجرتونو او داسې نورو طبیعي او ټولنیزو ناخوالو ډېری افغانان له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کړي او تصمیم لرو چې د دغو ستونزو کمولو ته روغتیايي تدابیر جدي کړو.

ارشیف، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز
ارشیف، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

ده زیاته کړه:

"په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې چې نوې ستونزې راڅرګندې شوې، په هېواد کې ساري او غیر سارې ناروغۍ هم ورځ په ورځ زیاتې شوې، بله ستونزه د چاودنو او انتحار ستونزه ده، له دې امله مو یو نوی روغتیايي پکېج تعریف کړ او په ټول هېواد کې به يې خلکو ته وړاندې کړو."

ښاغلي فیروز وویل، په ۱۳۸۲ او ۱۳۸۴ لمریز کال کې هم د روغتیايي خدماتو یو پکېج جوړ او پلي کېدو یې ښې نتیجې لرلي، خو اوسنیو روغتیایي ستونزو اړ ایستو چې دغه پلان نور هم پراخ کړو.

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ډاکتر تتروس اتهانوم جوبراسیوس چې د لومړي ځل لپاره کابل ته راغلی، ویې ویل چې سره له دې چې د افغانستان روانو نا امنیو د دغه هېواد روغتیايي سکټور اغېزمن کړی، خو بیاهم پرمخ روان دی او خلکو ته یې خدمات وړاندې کړي دي.

ده وویل، په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا له امله اوس په دې هېواد کې په هرو ۱۰۰۰ زېږونونو کې د مړینې شمېره شپږاتیا ده، حال دا چې پخوا تر دې په هرو ۱۰۰۰ زېږنونو کې دغه شمېره ۲۵۷ وه.

ده ژمنه وکړه چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نوي روغتیايي پلان عملي کولو ته مالي او تخنیکي امکانات ومومي.

نوموړي وویل:

"ډبلیو. ایچ. او وايي، په هره سطحه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي، موږ د خپلو مرکزي او سیمه ییزو دفترونو له لارې د دغې پلان د پراختیا او پلي کېدو ملاتړ کوو او د کورنیو او نړیوالو مرستندویو منابعو د زیاتوالي لپاره کار کوو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېری خلک په مرکز او ولایتونو کې د روغتیايي خدماتو له کموالي شکایت کوي.

د عامې روغتیا وزارت هم ویلي چې هرکال د هېواد ګڼ شمېر ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي چې په مجموع کې په بهر کې پر دغو ناروغانو شااوخوا درې سوه میلیونه ډالره لګېږي.

د عامې روغتیا وزارت دا هم وايي، تدابیر نیول شوي چې په هېواد کې روغتیايي خدمات له یوې ورځې بلې ته پراخه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG