د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

ایران افغان ولسمشر ته له طالبانو سره د کتنو په اړه معلومات ورکړل


ارشیف د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سید عباس عراقچي
ارشیف د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سید عباس عراقچي

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال له طالبانو سره د ایراني مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه جمهور رئیس غني ته معلومات ورکړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی پلاوی د افغان حکومت د مخالفې ډلې له استازو سره تر لیدو کتو وروسته د کابل په سفر راغلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي د یوه پلاوي په مشری نن د شنبې په ورځ کابل ته راورسېد چې له بېلابېلو افغان چارواکو سره يې د کابل تهران په دوه اړخیزو اړیکو او د سولې په روانو هڅو خبرې اترې کړي دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال له طالبانو سره د ایراني مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه جمهور رئیس غني ته معلومات ورکړل.

په دغې کتنه کې چې نن په ارګ کې تر سره شوه، دواړو لورو له طالبانو سره د بحث تر څنګ، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او له چابهار بندره د غوره استفادې د څرنګوالي په اړه هم بحث او خبرې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره اوونۍ وویل چې د افغان طالبانو له استازو سره يې د غونډې کوربه توب درلود چې د افغان سولې په اړه پکې خبرې اترې وشوې.

بهرام قاسمي خبرې غونډې ته وویل، د طالبانو استازو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال عباس عراقچي سره مفصلې خبرې وکړې، خو دا چې د دغو خبرو نتیجې څه وې، نه افغان او نه هم ایراني چارواکو تر اوسه څه ویلي دي.

طالبانو هم د تېرې سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره تهران ته د دوی د يوه پلاوي سفر تأیید کړ او ویلي يې دي چې دا پلاوی د سیمې د هېوادونو سره د اړیکو په خاطر هغه هېواد ته لېږل شوی و.

افغان حکومت بیا د افغانستان د سولې په خاطر د هېوادونو له هغو هڅو هر کلی کړی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې لپاره يې تر سره کوي.

دې ته په کتو، د افغانستان د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړي وايي چې ایران له دوی سره ژمنه کړې چې په افغانستان کې د مثبت رول لوبولو هڅه کوي.

عبدالحکیم مجاهد ازادي راډيو ته وویل، ایران هڅه کوي چې له طالبانو سره د خبرو له لارې په سیمه ییزه اجماع کې ځان مخکښ کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی عبدالحکیم مجاهد
د افغانستان د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی عبدالحکیم مجاهد

ده وویل:

"د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې په اجماع کې ځان شامل کړي او په ګډه د افغانستان د سیاسي ستونزې لپاره مثبته حل لاره پیدا کړي، دوی له دې وړاندې مونږ ته په څرګندونو کې ژمنه کړې چې د هغې محدودې اندازې له اغېزه چې مونږ يې پر طالبانو لرو، له هغې به په افغانستان کې د سولې په برخه کې استفاده وکړو."

له دې سره د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي، د افغان سولې بهیر له ګړندي کېدو سره د ایران په شمول هر هېواد هڅه کوي چې په دغې بهیر کې خپلې ګټې وپالي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG