د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۴

ولسي جرګې د ډونالد ټرمپ د څرګندونو پروړاندې د افغان حکومت له دریځه ملاتړ وکړ

آرشیف، د ولسي جرګې د غونډو تالا
آرشیف، د ولسي جرګې د غونډو تالا

د افغانستان ولسي جرګې د افغان حکومت له هغه دریځه ملاتړ کړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ورستیو څرګندونو په اړه یې د وضاحت غوښتنه کړې.

د دغې جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار چې د ولسي جرګې د شنبې د ورځې د عمومي غونډې مشري یې هم کوله، په دې اړه د دغې جرګې د يو شمېر وکیلانو د څرګندونو او اندېښنو له اورېدو وروسته داسې وویل:

آرشیف، د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار
آرشیف، د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار

"ولسي جرګه د افغان حکومت له هغه دریځه چې د روسانو په وړاندې یې د افغانانو جهاد په حقه بللی او دا چې د امریکا ولسمشر او استازي يې په دې اړه وضاحت ورکړي، ملاتړ کوي."

ښاغلي يار دا شان وویل، امریکا باید له هغو تاریخي مسایلو ځان خبر کړي چې د تاریخ په اوږدو کې افغانانو تجربه کړي دي.

دا په ‌داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، په داسې حال کې چې امریکا له افغانستانه ۶۰۰۰ میله لېرې ده، ولې په‌ دغه هېواد کې ده او ولې اوس روسیه، هندوستان او پاکستان هلته نه‌ دي چې د ترورېستانو پر وړاندې جګړه وکړي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، هغه مهال چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې شوروي اتحاد افغانستان ته په هغو ترورېستاتو پسې ولاړ چې دوی ترې ډارېدل، سم کار و.

د ټرمپ په وینا، د افغانستان جګړه سخته وه چې شوروي اتحاد يې له مالي ستونزو سره مخ کړ او بالاخره شوروي اتحاد په روسیه بدل شو.

ډونالد ټرمپ طالبان او داعش د امریکا دښمنان ګڼلي او ویلي يي دي، چېرته چې خپله دوی په جګړو بوخت وي، نو امریکا ولې هلته ځان ښکېل کړي؟

آرشیف، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
آرشیف، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

​وروسته له هغه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا په ډیپلوماتیکو پالېسو کې د بدلون له امله د دغو څرګندونو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امریکا په رسمي پالېسۍ او څرګندنو کې توپیر لیدل کېږي، نو ځکه‌ يې له هغه هېواده د ډيپلوماتيکو لارو د ځينو پالېسیو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

ارګ د یوې اعلاميې په خپرولو سره پرته له دې چې د چا نوم واخلي، ویلي دي چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې یوازې د دغه هېواد د امنیت په خاطر نه، بلکې د نړۍ او ملګرو هېوادونو د امنیت په خاطر راغلي دي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان له ډلې یې ناصر شفیق هم د يادو مسایلو په اړه د افغان حکومت له خوا د وضاحت غوښتل پرځای بولي او د ولسي جرګې له ملاتړه هم هرکلی کوي.

ده وویل:

"دا شان څرګندونې چې دې جګړې ته له بلې جګړې سره تسلسل ورکړو، دا په دې معنا ده چې دواړه په يوه تله کې وتلو، سمه ده، نو په کار ده چې امریکا په ځانګړې توګه ډونالد ټرمپ باید خپلې خبرې په سمه توګه تفهیم کړي او لږترلږه د افغانستان حکومت ته په دې اړه ځواب ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان مشرانو جرګې هم د ډونالد ټرمپ د ورستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې دا شان څرګندونې په افغانستان کې د ناامنیو سبب ګرځي او د امریکا ملګري هېوادونه سخت اغېزمنوي.

راپور: محمد واصل وصال

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG