د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د انتخاباتو کمېسیون: نن د کابل د سلګونو مرکزونو د رأیو شمېر له سره پيل شو


آرشیف، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي
آرشیف، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، نن د کابل د سلګونو مرکزونو رأیې شمېرنه له سره پيل شوه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په کابل کې د رأیو د درې سوه مرکزونو رأیې بیا شمېري، تر څو د کمېسیون په خبره، حق حقدار ته ورسېږي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي، په دغو مرکزونو کې درغلۍ او سرغړونې شوي او دوی هڅه کوي چې پاکې رأیې له ناپاکو جلا کړي.

نوموړي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له سره شمېرنې دغه پروسه به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون، پر انتخاباتو د څارونکو بنسټونو او د نوماندانو د څارونکو په حضور کې ترسره کېږي.

دی وایي:

"درې سوه مرکزونه فورمونه نه لري او یا هم د پایلو فورمونه یې قلم خوردګي لري او یا هم فورمونه یې څیرې شوي او ځیني مرکزونه د پایلو جدولونه نه لري، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غواړي چې په دغو مرکزونو کې رأیې بیا وشمېري او تفتیش ترې وکړي، ټاکل شوې نن د دغو مرکزونو د رأیو د بیا شمېرنې پروسه پیل شي او د دوه یا درېيو ورځ په ترڅ کې به پای ومومي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر دې دمه د ۳۲ ولایتونو او د هندوانو او سيکهانو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي دي او د کابل او د کوچیانو د حوزې پایلې لا تر اوسه نه دي اعلان شوي.

د دغه کمېسیون مسؤلین وايي چې د ۳۰۰ مرکزونو د رأیو له بیا شمېرنې او پلټنو وروسته به د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې هم په ډاګه کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په یو شمېر ولایتونو کې نوماندان د انتخاباتو لومړنۍ اعلان شوې پایلې نه مني او ان په مظاهرو او اعتراضونو یې لاس پورې کړی دی.

آرشیف، د رأیو صندوقونه
آرشیف، د رأیو صندوقونه

​د سیاسي ګوندونو یو شمېر څارونکو هم د شنبې په ورځ په کابل کې د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره ټینګار وکړ چې د کابل حوزې د انتخاباتو پایلې به ونه مني.

د افغانستان د پراختیا ګوند استازې اغلې بازګل سعادت د یاد پرېکړه لیک یوه برخه داسې ولوسته:

"هغه دلایل چې د کابل د رأیو باطلولو لپاره ویل شوي وو، بیخي سم وو او په روانو شرایطو کې یوازنۍ معقوله لاره دا ده او ټول د سیاسي ګوندونو څارونکي هم له کمېسیونه غواړي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون پرېکړه ومني او په کابل کې بیاځلي انتخابات ترسره کړي."

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره هم د دغه کمېسیون چمتووالی روان دی او تر اوسه د دوو مېرمنو په ګډون، ۷۳ احتمالی کاندیدانو له دوی معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړې دي.

خو یو شمېر ګوندونو، پر انتخاباتو څارونکو بنسټونو او سیاسي څېرو مخکې تر دې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ستونزو ته به اشارې سره ویلي چې اوس مهالي انتخاباتي کمېسیونونه د سرطان په ۲۹مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د جوړولو توان نه لري او باید په دې برخه کې لازم اقدامات وشي.

راپور: فیروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG