بریتانیې روسیې ته خبرداری ورکړی چې په ديپلوماسۍ کې دې شطرنج نه کوي.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ پرون جمعه د جنورۍ په ۴مه له بي بي سي سره په مرکه کې روسیې ته دا پیغام ورکړ.
جرمي هنټ دا خبرې په روسیه کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پخواني غړي پاول وېلان د نیول کېدو په اړه کړې دي.
د روسیې د استخباراتو فدرالي ادارې پاول وېلان چې د بریتانیې او ایرلنډ تابعیت هم لري، د ډېسمبر په ۳۱مه نېټه د جاسوسۍ په تور ونیو.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر وویل:
"موږ له دې سره موافق نه یوو چې د ديپلوماسۍ په شطرنج کې له وګړو داسې کار واخیستل شي."
هنټ وویل چې د پاول او د هغه د کورنۍ په اړه سخته اندېښنه لري.
پاول وېلان په مسکو کې ونیول شو.
هغه مهال ویل شوي وو چې هغه د امریکا وګړی دی.
دا مسئله په داسې وخت کې پېښه شوې چې د مسکو او غربي هېوادونو ترمنځ سیاسي روابط ډېر کمزوري دي.
د سوریې په جګړه کې د روسیې دریځ، د اوکراین په ختیځ کې د روسیې مداخله، په امریکا کې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې ادعاوې او په بریتانیا کې د یوه پخواني جاسوس مسمومول هغه مسایل دي چې د مسکو او غرب ترمنځ په اړیکو کې یې درز پيدا کړی دی.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پاول وېلان د امریکا او بریتانیې تابعیت لري.
له دې امله له هغه سره د مرستې په هڅو کې امریکا کې هم ونډه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په روسیه کې د متحدوایالاتو سفیر د جنورۍ په دوهمه د مسکو په یوه توقیف ځای کې له پاول وېلان سره کتلي او د هغه له کورنۍ سره هم ټيليفوني غږېدلی دی.
د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې له نیوزمکس سره په مرکه کې وویل:
"د امریکا خلکو ته دې دومره معلومه وي چې موږ پر دې مسئلې ډېر فکر کوو او د امریکا د حکومت په لوړه کچه پر دې غور کېږي."
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزارت هم پرون تأيید کړه چې پاول وېلان د ایرلنډ د تابعیت اسناد لري.
هغوی له مسکوه غوښتنه کړې چې په قونسلي چارو کې له پاول وېلان سره د مرستې اجازه ورکړي.
د روسیې خبري اژانس انټرفکس ویلي چې د پاول وېلان پر ضد اتهام لیک د جنورۍ په درېیمه نېټه برابر شوی دی.
د هغه وکیل ولادیمیر ژیربینکوف د اتهام لیک پر جزئیاتو له خبرو ډډه کړې ده.
خو ویلي یې دي چې پاول وېلان ښايي د فبرورۍ تر ۲۸مې نېټې په مسکو کې په قسمي ډول په توقیف کې پاتې شي.
د پاول کورنۍ ویلي چې هغه جاسوس نه دی او د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی و.
د هغه کورنۍ ویلي چې اخر وار د ډېسمبر په ۲۸مه له خپلو خپلوانو سره غږېدلی دی.
پاول وېلان د امریکا په سمندري ځواکونو کې خدمت کړی او د امریکا د مشیګن ایالت اوسېدونکی دی.
د هغه تر نیول کېدو یوه اوونۍ مخکې د مریا بوتینا په نوم یوې ښځې چې په امریکا کې یې محاکمه روانه وه، ومنله چې کرملين ته ېې جاسوسي کوله.
خو کرملين د هغې خبرې رد کړې.