د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

وزیرانو شورا د نشه‌يي توکو د غوښتنې کمولو د نوي پالیسۍ مسوده تأیید کړه


ارشیف، په هرات کې یو معتاد
ارشیف، په هرات کې یو معتاد

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو پالیسۍ نوې مسوده چمتو کړې ده.

په افغانستان کې ورځ تر بلې د معتادینو ډېروالي او د نشه يي موادو غوښتنې ته په پام سره له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو د نوي پالیسۍ مسوده د وزیرانو شورا تأیید کړه.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس ډاکټر محمد ناصر شریفي ازادي راډیو ته وویل، وقایه، د نشه‌يي موادو د غوښتنې او زیانونو را کمول او د معتادینو د درملنې لپاره د نورو امکاناتو برابرول هغه موضوعات دي چې په نوې پالیسۍ کې ټینګار ورباندې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو په پالیسۍ کې پر وقایه باندې ډېر ټینګار شوی دی، ځکه چې لګښت یې کم دی. دغه ډول په‌دې پالیسي کې د نشه‌يي موادو د زیانونو را کمولو ته هم پام شوی دی، په‌دې ډول به د هغو کسانو کچه هم راکښته شي چې د نشه يي موادو له زیانونو سره مخ دي. د دې پالیسۍ یوه برخه ظرفیت لوړولو ته ځانګړې شوې ده، د دې پروګرام په عملي کېدلو سره به د هغو کسانو ظرفیت لوړ شي چې د معتادینو د درملنې په برخه کې کار کوي، دا ټيم باید په مسلکي او معیاري ډول د معتادینو درملنه وکړي."

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې په نوې پالیسۍ کې به د معتادینو بېړنيو حالاتو ته په کتو سره دوی ته سرپناوې برابرې شي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت دا مهال له بهرنیو مرستندویه ادارو سره د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو پالیسۍ لپاره د تمویل پر سرچینو بحث کوي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ پخوانی معین ډاکټر محمد ظفر په هېواد کې د اعتیاد وضعیت ته په کتو سره د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو نوې پالیسۍ یوه جدي اړتیا بولي.

ارشیف، په ننګرهار کې معتادین
ارشیف، په ننګرهار کې معتادین

ښاغلی ظفر زیاتوي، په داسې حال کې چې معتادین نشه يي موادو ته اسانه لاسرسی لري، نو په کار ده چې عامه پوهاوی او وقایې ته لومړیتوب ورکړل شي.

دی وايي:

"د وقایوي پروګرامونو په عملي کولو سره به د نشه‌يي موادو استعمال کم شي چې دا د مبارزې يوه اسانه لاره ده، خو له وقايې سره دې درملنه او د نشه يي موادو د زیانونو را کمولو پروګرامونه هم عملي شي. د وقايې لګښت تر درملنې لږ دی. وقایه یوازې په هغو سیمو کې ضروري نه‌ده چې هلته نشه‌يي مواد موجود وي، هر چېرې چې خلک اوسېږي بايد هلته وقایوي پروګرامونه عملي شي چې خلک د اعتیاد له ستونزو څخه وژغورل شي."

د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو پالیسي نېږدې لس کاله وړاندې هغه مهال جوړه شوه چې په افغانستان کې د معتادینو شمېر تر یو لک کسانو لږ وو، خو اوس د معتادینو شمېر خورا ډېر شوی دی.

ښاغلی ظفر وړاندیز کوي چې د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو د نوي پالیسۍ د عملي کولو لپاره بايد ټولې دولتي او نادولتي ادارې په ګډه کار وکړي.

راپور: مرسلین ارسلا

دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG