د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

د امریکا پر کانګرس د ډموکرات ګوند کنټرول به د بهرنۍ پالېسیو پر جوړښت اغېز ولري


د کانګرس ودانۍ
د کانګرس ودانۍ

د چارو کارپوهان او یو شمېر پخواني امریکايي مقامات په‌دې نظر دي چې د کانګرس د استازو پر جرګه د ډموکراتانو کنټرول به د واشنګټن په بهرنۍ تګ‌لاره اغېز وکړي.

که څه هم د امریکا د سیاسي جوړښت له مخې د دې هېواد بهرنۍ پالېسي سپینه ماڼۍ ټاکي، خو د کانګرس د استازو په جرګه کې د ډموکرات ګوند کنټرول به د بهرنۍ پالېسۍ په جوړښت باندې اغېز ولري.

ډموکرات ګوند په تېر نومبر میاشت کې د کانګرس د منځ‌مهاله انتخاباتو په لړ کې د استازو د جرګې زیاتې څوکۍ خپلې کړې.

د کانګرس د استازو جرګه د حکومت د بودجې، د جګړو او استخباراتي عملیاتو او د ډیپلوماتیکو چارو د تمویل او مالي ملاتړ واک لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کري د دفتر رئیس ډېوډ واډ وايي، ډموکراتان ښايي د امریکا د بهرني سیاست کرښې په خپله وټاکي چې دا به تر راتلونکو دوو کلونو پورې د بهرنۍ تګ‌لارې په عملي کولو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې واک او صلاحیتونه ووېشي.

دغه‌راز ډموکراتان کولای شي پر هغو طرحو او پېشنهادونو د جرګې په عمومي غونډو کې بحث وکړي چې دوی يې ملاتړ کوي.

د کارپوهانو په باور دا به ښايي د کانګرس د استازو جرګې ته د سعودي عربستان، ایران او د روسيې په ګډون د یو شمېر نورو نړیوالو مسئلو په اړه د سختو قوانینو تصویب او پرېکړو ته زمینه برابره کړي.

د بروکېنګز څېړنیزو مطالعاتو د انسټټیوټ غړی ماروین کالب په‌دې نظر دی چې د کانګرس د استازو په جرګه کې د ډموکراتانو واک به د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالېسۍ په اړه غیر یقیني حالت پیدا او همغږي له‌منځه یوسي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د ډموکرات ګوند مخکښه غړې نانسي پلوسي به نن د کانګرس د غونډې پر مهال د استازو جرګې د رئیسې په توګه بیا ځان کاندید کړي.

د ډموکرات ګوند مخکښه غړې نانسي پلوسي
د ډموکرات ګوند مخکښه غړې نانسي پلوسي

۷۸ کلنه نانسي پلوسي له ۲۰۰۷ میلادي کال راپه‌دې خوا څلور کاله د استازو د جرګې د مشرې په توګه پاتې شوې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د ډموکرات ګوند د کانګرس لپاره د تېرې نومبر میاشتې په منځ‌مهاله انتخاباتو کې تر بریالیتوب وروسته اوس د استازو د جرګې له ۴۳۵ څوکیو څخه ۲۳۵ په واک کې لري.

واکمن جمهوري‌پال ګوند بیا د متحده ایالاتو د کانګرس په سنا جرګه کې اکثریت لري.

XS
SM
MD
LG