د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم‌لیکنې پروسه رسماً پیل شوه


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لیک دړه
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لیک دړه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم‌لیکنې پروسه پیل شوه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له انتخاباتي مهال‌وېش سره سم ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم‌لیکنې بهیر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۳» نېټه په رسمي ډول پیل کړ.

عبدالطیف پدرام یوازنی کاندید و چې له خپلو مرستیالانو سره کمېسیون ته حاضر شو او ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندید په توګه‌یې خپل نوم ثبت کړ.

ښاغلي پدرام د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په رهبرۍ انتقاد وکړ او په یاد کمېسیون کې د اصلاحاتو غوښتونکی شو.

ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید عبدالطیف پدرام
ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید عبدالطیف پدرام

نوموړي وویل:

"په‌دغه کمېسیون او په‌دغه رهبرۍ نه‌کېږي، له دوو میاشتو او څو ورځو له تېرېدو وروسته اوس هم د پارلماني انتخاباتو نتایج نه‌دي معلوم."

عبدالطیف پدرام چې لومړی مرستیال‌يې احسان‌الله حیدري او دوهم مرستیال‌يې محمد صادق وردګ وو، خپل نوم‌يې د ولسمشرۍ د نوماند په توګه ثبت کړ.

له دې وړاندې عبدالحکیم تورسن لومړنی احتمالي نوماند و چې غوښتل‌يې ځان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماند کړي، خو د یو مرستیال د نه‌موجودیت له امله‌يې نوماندي وځنډېده.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د جدي له لومړۍ نېټې تر ۱۲مې نېټې پورې ۷۳ کسانو د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د نوماند کېدلو معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړي چې دوه‌يې مېرمنې دي.

د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات وايي چې د روانې جدي میاشتې تر وروستۍ نېټې نوماندان کولای شي چې خپل د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په رسمي ډول نوم‌لیکنه وکړي.

ښاغلي سادات د کمېسیون په اړه د انتقادونو او د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه د اندېښنو له څرګندولو وروسته رسنیو ته وویل چې د کمېسیون رهبري هڅه کوي چې ستونزې ختمې او په کمېسیون کې اصلاحات رامنځته کړي.

ذبیح سادات معاون سخنگوی کمیسیون مستقل انتخابات
ذبیح سادات معاون سخنگوی کمیسیون مستقل انتخابات

​نوموړي زیاته کړه:

"په همدې منظور د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رهبرۍ تصمیم ونیو چې انتخابات درې میاشتې په ځنډ سره ترسره شي، د ځنډ لامل همدا دی، موږ اصلاحاتي پروګرامونه لرو چې هغه به پلي کوو او له دې سره په خوا کې په نورو برخو کې هم اصلاحات اړین دي."

دا په‌داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو انتخاباتو نېټه د راتلونکي کال د حمل ۳۱ اعلان کړې وه، خو د کمېسیون رهبرۍ د روانې اوونۍ په لومړیو کې دغه نېټه د همدې کال د سرطان ۲۹مه نېټې ته وغځوله.

که څه هم دغه ځنډ د افغان حکومت له هرکلي سره مخ شو، خو د افغانستان د لوی ملي ائتلاف په ګډون یو شمېر سیاسي جریانونو ټینګار وکړ چې حکومت باید په پخوانی اعلان شوې نېټه انتخابات ترسره کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG