د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

پاکستاني او ترکي چارواکي د افغانستان پر سوله غږېږي


د امریکا له‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د هڅو له پیلېدو سره اوس د سیمې د ډېرو هېوادونو د چارواکو د سفرونو پر مهال د افغان سولې روان بهیر د بحث یوه مهمه اجنډا ګرځېدلې.

په دې لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، پاکستاني مقامات نن او سبا له ترکي چارواکو سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغان سولې په روان بهیر او د سیمې په وضعیت خبرې کوي.

ترکیې ته له روانېدو مخکې ښاغلي قریشي په اسلام‌اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د افغان سولې په برخه کې د ترکيې نظریات تر ډېره مثبت او له پاکستان سره همغږي دي.

ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام‌اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال
ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام‌اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان پر موضوعاتو د ترکيې رول ډېر مثبت پاتې شوی، هلته د امنیت او ثبات په اړه دوی له پاکستان سره همغږي دي، موږ دواړه هېوادونه یو د بل باور اخیستی او په راتلونکي کې به‌يې هم اخلو په تېر کې چې کومې درې اړخیزې غونډې وې، په هغې کې هم ترکیه له پاکستان سره وه."

دا په‌داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د هغه هېواد د کابینې ځيني نور وزیران نن په دوه ورځني سفر ترکيې ته ورسېدل.

شاه محمود قریشي له دې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم د کابل، پیکېنګ، تهران او مسکو په دوره تللی و.

ده ویلي، د سفرونو هدف‌يې د افغان سولې لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري تر لاسه کول دي.

له دې سره ترکيې ته له روانېدو مخکې شاه محمود قریشي رسنیو ته ویلي روانه یا راتلونکې اوونۍ به د افغان سولې او د سیمې په روان وضعیت د بحث لپاره د ترکيې او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران هم اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې پاکستان تل د افغان طالبانو په پلوۍ تورن شوی او امریکا او افغان حکومت ترې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستاني چارواکو وروستیو سفرونو ته په کتو په افغانستان کې نظرونه دا دي چې هغه هېواد د افغان سولې په برخه کې د خپلو ګټو په لټه کې دی.

د دوی له‌منځه د نړیوالو چارو کارپوه مشتاق رحیم ازادي راډيو ته وویل، پاکستان هڅه کوي د افغانستان سولې ته داسې اړخ ورکړي چې د دوی د ګټو په رڼا کې جوړ جاړی وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"که پاکستاني چارواکي ترکيې ته ځي، د ځان په ګټه تبیلغات کوي او لا ملاتړ جذبوي، نو دا به په‌دې معنی وي هغه بلاک به لا پیاوړی کېږي چې داسې سوله غواړي چې د دوی په میل وي، موږ او تاسې د روسيې د هڅو شاهد یو کوم چې د امریکا ضد دریځ لري دغه حالت به ترکیه هم د خپلو سیمه‌ییزو ملګرو سره بوځي چې پاکستان، روسیه او نور هېوادونه دي او خپلې ګټې ګوري."

ښاغلی رحیم وايي، د افغانستان په خوښه د سولې په خاطر باید د افغان حکومت اړیکې او سفرونه هم ډېر شي، څو دوی نړیوال ډيپلوماتیک دریځ په خپله ګټه څرخولی وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG