د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

د ۳ موضع‌ګانو له اجنډا سره هند ته د ملي امنیت د سلاکار سفر!


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د پنجشنبې په ورځ هند ته ولاړ.

د ملي امنیت شورا دفتر مرستیال ویاند عبدالکبیر واثق د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۳» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دغه سفر د هند د ملي امنیت د سلاکار په رسمي بلنه ترسره شوی دی.

د نوموړي په خبره په‌دغه سفر کې به د سولې او امنیت په تړاو د کابل-دهلي ترمنځ په همکاريو خبرې وشي.

د ملي امنیت د شورا دفتر مرستیال ویاند عبدالکبیر واثق
د ملي امنیت د شورا دفتر مرستیال ویاند عبدالکبیر واثق

ښاغلي واثق زیاته کړه:

"د افغانستان ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د هند د ملي امنیت سلاکار په رسمي بلنه دغه هېواد ته د دوه اړخیزو همکاریو، د سولې پروسې او د امنیت په برخه کې د همکاریو اړوند د خبرو لپاره لاړ او ممکن د یوې یا دوه ورځو په ترڅ کې په‌دې اړه خبرې وشي."

هند افغانستان ته له ژمنو هېوادونو بلل کېږي چې له کلونو را په‌دې خوا له افغانستان سره په پوځي او اقتصادي برخه کې همکاري لري.

د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ جوړولو مالي مرسته او په هرات کې د سلما بند جوړول او همدا شان په پوځي برخه کې د څو هلیکوپټرو ورکړه، د هند له مهمو مرستو ګڼل کېږي.

سره له دې چې ځیني وخت د کابل او نوې ډهلي اړیکې د اسلام‌اباد د غصې راپارېدو لامل شوي، خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتېژۍ د اعلان پر مهال له هند نه په افغانستان کې په پوځي او اقتصادي برخه کې د مرستې او همکاریو غوښتنه کړې وه.

همدا شان د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې باید د ترهګرو په وړاندې هند، روسیه او پاکستان وجنګېږي نه امریکا.

ټرمپ چې د خپل هېواد د کابینې په یوه غونډه کې خبرې کولې په افغانستان کې د خپلو نړیوالو همکارانو کمې مرستې ته اشاره وکړه او د پېغور په ډول‌یې د هند صدراعظم نرېندرا مودي مخاطب کړ او ویې‌ویل چې مودي په وار وار ورته ویلي چې هېواد یې افغانستان کې یو کتابتون جوړ کړی، په‌داسې حال کې چې د ټرمپ په خبره د دغه کتابتون د جوړولو لګښت په افغانستان کې د امریکا د پنځو ساعتونو له لګښت سره مساوی دی.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د سولې په تړاو د پحثونو تاودېدل او په‌دغو خبرو کې د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، چین او ایران شاملېدل، خو د هند حضور کمرنګه ښکاري.

د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وایي، په‌داسې شرایطو کې افغانستان غواړي د نږدې همکار په توګه د هند زیاته ونډه جلب کړي.

د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم د ازادي راډیو په یوه اوونیز بحث کې
د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم د ازادي راډیو په یوه اوونیز بحث کې

له دې ډلې انتظار خادم وایي:

"تاسو ولیدل چې ټرمپ د نرېندرا مودي په اړه خبرې وکړې او ویې‌ویل چې هر وارې چې هغه ګورم خپل کتابتون زموږ پر مخ راولي او ټرمپ دا هم وویل چې دا مصرف زموږ د پنځو ساعتونو تر اندازې هم نه‌دی. نو ښه ده چې حمدالله محب هند د خپلو مسؤلیتونو د ترسره کولو لپاره وهڅوي او ورته ووایي چې حالت داسې دي چې هند دې داسې خپل مسؤلیت ترسره کړي چې هم د افغانستان ګټې او هم د هند ملي ګټې په‌کې تضمین شي."

ښاغلی خادم دا هم وایي، افغانستان باید له هند سره په‌دې برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ له سره پیل کړي.

د هغه په خبره، هند کولای شي، د پوځي برخې د تجهیزاتو او ځواکمنولو په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG