د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د هلمند والي: طالبانو ته د ایراني او روسي وسلو د ورکړې سره سره جګړه کمزورې شوې


په هلمند کې د افغان ځواکونو روان عملیات
په هلمند کې د افغان ځواکونو روان عملیات

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین وايي، طالبانو ته د ایراني او روسي وسلو د ورکړې سره سره جګړه کمزورې شوې ده.

ښاغلی یاسین زیاتوي، پر وسله‌والو طالبانو د هوايي بریدونو تر څنګ د شپې له‌خوا چاپې او په هغه سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې چې د دوی په ولکه کې دي، دغه ډلې ته د اوښتو درنو تلفاتو له امله په جنګونو او درنو بریدونو کې کموالی راغلی دی.

تورن جنرال محمد یاسین چې د هلمند د امنیت په اړه رسنیو ته معلومات ورکول وویل، په دې وروستیو کې د طالبانو څخه داسې ډېرې وسلې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي چې ایران او روسيې جوړې کړې دي.

په هلمند کې د افغان ځواکونو روان عملیات
په هلمند کې د افغان ځواکونو روان عملیات

​که څه هم په‌دې وروستیو کې د وسله‌والو طالبانو د نومول شوي والي ملا منان په شمول د استخباراتو مسؤلین او د جګړې د لومړۍ کرښې مهم قوماندانان وژل شوي دي، خو بیا هم د نادعلي، مارجې او ګرمسیر ولسوالیو په شمول پر ګڼو امنیتي کمربندونو د وسله‌والو په بریدونو کې کموالی نه‌دی راغلی.

لامل‌یې څه دی؟ چې د ژمي د ساړه موسم او درنو تلفاتو سره سره بیا هم د طالبانو په بریدونو کې کموالی نه‌دی راغلی.

پر دغه مسئله د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG