د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

د کندز اوسېدونکي د امنیت او ثبات په ټینګښت کې د دیني علماوو رول مهم ګڼي


ارشیف، د کندز ښار
ارشیف، د کندز ښار

په افغاني ټولنه کې موجوده حساسیتونو ته په کتو سره، د کندز ولایت یو شمېر خلک د امنیت او ثبات تأمنیولو او دغه‌راز د یووالي او وحدت ټینګولو په برخه کې له دولت سره د دیني عالمانو همکاري او همغږي اړینه بولي او له هغوی غواړي چې د ټولنې د خیر او فلاح لپاره خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړي.

د کندز یو تن قومي مشر حاجي اسدالله عمرخېل وايي چې دیني عالمان باید د عامو وګړو د ذهنیت جوړولو او دغه‌راز د ثبات د ارزښت په اړه خلکو ته پوره پوهاوی ورکړي.

په ورته وخت کې مدني فعاله بدل بي بي وايي، هغه شمېر ډلې او کسان چې په سیمه کې د دولت پر ضد تبلیغ کوي او د خلکو ذهنیتونه خرابوي، په‌کار ده چې دیني عالمان د هغوی پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

نوموړې وايي:

"د ثبات په تأمینولو کې دیني علماء او مخور ارزښتناک رول لوبولی شي او په‌کار ده چې په خپلو سیمو کې د امنیت د ارزښت په اړه د اسلام سپېڅلي دین له منظره خلکو ته وعظ وکړي، څو ټولنه له دې بدمرغیو وژغورل شي."

له دې سره سم د کندز یو تن بل اوسېدونکي حاجي ضیاءالحق، په ټولنه کې د امنیت او ثبات ټېنګښت او دغه‌راز د تاوتریخوالي د لمنې راټولولو په برخه کې د دیني عالمانو نقش او رول ډېر مهم بولي.

یو تن سیاسي فعال حاجي امین‌الله ایماق هم په دې اړه وايي چې دیني عالمان په ټولنه کې له ځانګړي احترام څخه برخه‌مند دي او خلک د هغوی په لارښونو ډېر ژر عمل کوي، که دوی د امنیت د ارزښت په اړه عامو وګړو ته وعظ وکړي، نو هرو مرو په هېواد کې سوله او ثبات ټینګېدلای شي.

دوی دغه‌راز ټېنګار کوي چې باید دیني عالمان او قومي مشران د امنیت تأمنیولو په برخه کې خپل مسؤلیت په جدي توګه ترسره کړي، څو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښوونې، پراختیايي او د بیارغونې پروژو پلي کولو ته زمینه برابره شي او خلک د ژوند له استانتیاو څخه برخه‌مند شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG