د کابل ښاریانو دا زوړ متل «کابل دې بېزرو وي، خو بېواورې دې نه" ښايي تر هر بل وخت حقیقت ته نږدې دی.
- د کابل هوا
په وروستیو کلونو کې په ټول افغانستان کې وچکالي ده او د کابل واوره او باران هم ډېر کم شوي دي.
د اقلیمي تغییر د کابل ښار پر هوا ډېر زیات اغېز کړی دی.
هغه ارقام چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خپاره کړي، څرګندوي چې د کابل هوا په خطرناک ډول ککړه ده.
دې ادارې ویلي چې د کابل د هوا په هر متر مکعب کې د مضرو ذرو اندازه د ۲۰۰ او ۶۰۰ مایکرو ګرامو ترمنځ ده.
په داسې حال کې چې د روغتیا د نړیوال سازمان له نظره، کله چې د هوا په هر متر مکعب کې د مضرو ذرو اندازه تر ۲۵ مایکرو ګرامه زیاته شي، مضرې ذرې د انسان د تنفسي سیستم له لارې د وینې جریان ته داخلېدلای شي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر جلالالدین ناصري ویلي چې په کابل کې د موټرو زیاتېدل، د خښتو پخولو فابریکې، حمامونه او په ژمي کې د خلکو زیاتېدل د هوا د ککړتیا اصلي عوامل دي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پر خلکو غږ کړی چې له کورونو دباندې ماسکونه واغوندي او په هر دوو یا درېیو ساعتونو کې لاسونه او مخ پرېمینځي.
د چاپېریال ساتنې نړیواله اداره وايي چې ککړه هوا د کوچنیانو او سپینږیرو صحت ته زیات خطر لري.
په داسې حالاتو کې د مخ او لاسونو مینځل اهمیت لري.
په کابل کې هوا د ماسپښین او مازدیګر ترمنځ ډېره ککړه وي، پهدې وخت کې بهر ته له وتلو ډډه کول هم مرسته کولای شي.
- د کابل ښار اوبه
کابل ښاریانو ته بل خطر د دې ښار اوبه دي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د کابل ښار اوبه ۷۰ فیصده په کیمیاوي موادو او مضرو باکتریاوو ککړې دي او د څښاک وړ نهدي.
په داسې حالت کې باید د خامو اوبو له څښلو ډډه وشي، خلک باید د څښاک لپاره اوبه واېشوي.
- د کابل ښار برښنا
کابل ښاریان ثابت برق نهلري.
د لرګي نرخ لوړ دی، نو له دې امله ډېر خلک مجبور دي چې د ډبرو سکاره وسوځوي.
کابل ښار هېڅکله د هوا د تودولو یو منظم او مرکزي سیستم چې ټول خلک کار ورڅخه واخلي، نهدرلود.
د جرمني د خبري اژانس په وینا، په داسې ښار کې چې د بېکارۍ اندازه لوړېږي او د خلکو عاید کمېږي، خلک له دې پرته بله چاره هم نهلري چې د هوا پر پاکوالي د خپلو کورونو ګرمولو ته اولویت ورکړي.