د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

سرپل د سقوط په درشل کې!


د افغانستان په نقشه کې سرپل ولایت
د افغانستان په نقشه کې سرپل ولایت

د سرپل سیمه‎ییز چاروکي او د ولایتي شورا غړي وايي، که په موقع یاد ولایت ته مرستندویه امنیتي ځواکونه راونه‌رسېږي، سرپل به د طالب وسله‌والو لاس ته ولوېږي.

د سرپل د ولایتي شورا غړي وايي چې د مرکزي دولت او امنیتي وزارتونو د بې‌پامۍ له امله اوس‌مهال سرپل د سقوط په درشل کې دی.

د سرپل د ولایتي شورا یوه غړي حسین مجاهد‌زاده ازادي راډیو ته وویل، په کراتو یې له مرکزي حکومته په سرپل کې د وسله‌والو طالبانو د پټن‎ځایونو د له‌منځه وړلو په هدف د هوايي او ځمکنیو عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې، خو د ژمنو سره سره بیا هم وسله‌وال طالبان په‌دې ولایت کې ونه‌ځپل شول.

ښاغلی مجاهد‌زاده دې ولایت ته د تازه دمو ځواکونو غوښتنه وکړه ویې‌ویل:

"موږ له مرکزي دولته غواړو چې ژر تر ژره دې په سرپل ولایت کې پوځي عملیات پيل کړي، که په موقع مرستندویه ځواکونه ونه‌رسېږي، دا ولایت به د طالبانو لاس ته ولوېږي. "

په عین حال کې د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني هم وايي چې وسله‌وال طالبان د سرپل مرکز سربېره په صیاد، سوزمه قلعه او سانچارک ولسوالیو کې هم د ډله‌ییزو حملو په هڅه کې دي او هڅه کوي د ولایت د مرکز تر څنګ په ولایتونو کې هم دولتي تأسیسات ونیسي.

اماني وویل چې تېره شپه د هوا د خرابوالي له امله طالبان ونه‌توانېدل څو د سرپل پر مرکز خپله ډله‌ییزه حمله وکړي او که په موقع سرپل ته نور امنیتي ځواکونه ونه‌رسېږي وضعیت به له دې لا نور هم خراب شي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني
د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني

ښاغلي اماني زیاته کړه:

"طالبانو ډله‌ییزې حملې پلان کړې وې او غوښتل یې چې د سرپل پر مرکز حمله وکړي، په صیاد، سانچارک او سوزمه قلعه کې هم د تیاري په حال کې دي، خو د هوا د خرابوالي په خاطر بریالي نه‌شول."

د سرپل د والي ویاند همدارنګه وايي چې د تېرې سې شنبې په ورځ هم په صیاد ولسوالۍ او د قشقري پر نفتي بډایه سیمه د طالب وسله‎والو حملو په پایله کې ۲۶ افغان ځواکونه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

په همدې حال کې د شاهین قول اردو چارواکي سرپل ولایت ته د ځواکونو استول او د پوځي عملیاتو د ترسره کولو صلاحیت د ملي دفاع وزارت صلاحیت بولي او وايي، شاهین قول اردو په‌دې اړه تصمیم نیونکی بنسټ نه‌دی.

د شاهین قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال نظرخدا پامیري یې په اړه وویل:

"څومره مو چې تشکیل دی، په هماغه پیمانه راسره ځواکونه شته، دا چې ساحه پراخه ده او د پرسونل کموالی موجود دی یا هم نه‌دی، دا مسئله په دفاع وزارت پورې تړاو لري چې باید په اړه‌یې تصمیم ونیسي."

دا په‎داسې حال کې ده چې د سرپل په ګاونډیتوب جوزجان ولایت کې هم د شاهین قول اردو د انجنیرۍ کنډک ځواکونه وايي چې په قرقین ولسوالۍ کې یې له یوې میاشتې راپه‎دېخوا اعاشه نه‎ده ترلاسه کړې او ۱۵ ورځې کېږي چې د لوږې په حال کې پرته له خوراکي موادو دنده ترسره کوي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‎زی

XS
SM
MD
LG