د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

ولسمشر غني د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د کوپون د وېش حکم صادر کړ


آرشیف/ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ارګ په یوه غونډه کې
آرشیف/ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ارګ په یوه غونډه کې

ولسمشر محمد اشرف غني د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د کوپون د وېش حکم صادر کړ.

افغان حکومت د افغان وژل شویو ځواکونو کورنیو ته د رسېدو او درناوي په خاطر د غذايي موادو د وېش کوپون پیلوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دا چاره په لومړي پړاو کې د نهو میاشتو لپاره ۱۲۰۰۰ کورنیو ته له کابله په ازمایښتي بڼه پیلوي او وروسته په ټول هېواد کې عملي کېږي.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې د خوراکي موادو په دغې کڅوړه کې د هرې میاشتې لپاره اوړه، وریجې، چای او بوره د کوپون د کتابچې له مخې په کورنیو وېشل کېږي.

د اړتیا وړ خوراکي موادو د وېش او کوپون طرحه د ملي تدارکاتو ادارې له‌خوا ولسمشر ته وړاندې شوې وه.

د ملي تدارکاتو ادارې د ستراتېژیکو اړیکو مسؤل رامین ایاز د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د ولسمشر د حکم له مخې موږ د لومړي پړاو په نهو میاشتو کې د شهید سرتېرو ۱۲ زره کورنیو ته د خوراکي موادو کوپونونه له کابله پیلوو، هدف دا دی هغه د شهید کورنۍ چې اړتیا لري ورسره مرستې وشي."

د دغې طرحې له مخې د شفافیت او څارنې په خاطر د ملي تدارکاتو د ادارې له‌خوا یوه ګډه کمېټه هم جوړېږي.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي چې د جمهور رئیس د حکم پر بنسټ:

  • د ملي دفاع وزارت.
  • کورنیو چارو وزارت.
  • او د کار او ټولنیزو چارو وزارت.
  • د معلولینو او شهیدانو د ورثې د ملاتړ اداره.
  • او د ملي امنیت لوی ریاست مکلف دي چې د ولایتونو په تفکیک سره د شهیدانو د ورثې لېست او شهرت ملي تدارکاتو ادارې ته وسپاري او د یاد حکم د تطبیق په موخه ملي تدارکاتو ادارې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د ملي تدارکاتو د ادارې چارواکي وايي، په نهو میاشتو کې ۱۲ زره کورنیو ته د کوپون په وېش ۵۲۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي موادو بیې لږ لوړې شوي او د غریبو کورنیو لاسرسی ورته څه سخت شوی دی.

دا ګام داسې وخت اخیستل شوی چې له دې وړاندې په پخوانیو حکومتونو کې هم د ځواکونو په شمول ټولو دولتي مأمورینو کوپون درلود او د اړتیا وړ ټول توکي يې له دولتي مارکېټونو په وړیا توګه تر لاسه کول.

خو پوښتنه دا ده چې له اوږده ځنډ وروسته به د کوپون وېشل د امنیتي او دفاعي ځواکونو په روحیه څه اغېز ولري؟

پخوانی صاحب منصب باري عارض وايي، کوپون داسې ډاډ دی چې اصلي دندې ته د ځواکونو له پاملرنې سره مرسته کوي.

د حقوقي چارو کارپوه ودیر صافی

خو د حقوقي چارو ځيني کارپوهان له ډلې يې ودیر صافی وايي چې د کوپون په وېشلو کې باید کیفیت او شفافیت په نظر کې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه چې د هېواد په لار کې سر ورکوي اړتیا ده چې باید له کورنیو سره‌يې مرسته وشي، خو شرط دا دی چې اصلي او د ښه کیفیت لرونکي توکي ورکړي په‌دې کې درغلي ونه‌شي په خپل وخت په صادقانه شکل وارثینو ته ورسول شي."

ښاغلی صافی له حکومت څخه غواړي څو د کوپون تر څنګ باید د افغان ځواکونو پاتې شوني اولادې ته د تحصیلاتو د برابرولو په برخه کې هم پاملرنه زیاته کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG