په پام کې ده چې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سیمهییزې اجماع لپاره د ولسمشر استازی محمد عمر داوودزی راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي.
ښاغلی داوودزی به د سولې په اړه د پاکستان د دریځ د ارزونې په هدف اسلاماباد ته سفر وکړي.
ښاغلي داوودزي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۲» په کابل کې د مدني ټولنې له استازو سره په مشورتي ناسته کې وویل، د سولې په اړه به د پاکستان د دریځ له ارزونې وروسته، ځینو نورو ګاونډیو هېوادوته هم لاړ شي.
ده وویل، دغه سفرونه د افغانستان د سولې لپاره د سیمهییزې اجماع د رامنځته کېدو په هدف کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ لومړی سفر به انشاءالله راتلونکې اوونۍ پاکستان ته وي او د هغه هېواد له ارزیابۍ وروسته تصمیم نیسو چې ایران او یا کوم بل هېواد ته هم لاړ شو. د سولې په اړه د سیمهییزې اجماع جوړول زموږ دنده ده او کار پرې کوو، ځکه چې د سیمې وضعیت هم د بدلون په حال کې دی."
دی سره له دې چې ۲۰۱۹ میلادي کال د سولې کال ګڼي، خو وايي چې سولې ته د رسېدو په لاره کې درې ابهامه موجود دي او تر هغې چې حل نهشي، هدف ته رسېدل به ګران وي؛
- لومړی دا چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه له افغانستان نه څه غواړي؟
- دوهم دا چې ایا طالبان اسلامي امارت غواړي او که په نظام کې شریکېږي؟
- او درېیم دا چې کوم قیمت چې سولهیې غواړي هغه به څه وي؟
که څه هم ښاغلي داوودزي پهدې اړه جرئیات ورنهکړل، خو اسلاماباد تهیې سفر په داسې حال کې کېږي چې په پام کې ده د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بل پړاو په نږدې ورځو کې په سعودي عربستان کې پیل شي.
افغان حکومت هڅه کوي چې د سولې د خبرو لپاره د حکومت د پلاوي او طالبانو ترمنځ مخامخ لیده کاته وشي.
پخوا تر دې د طالبانو پلاوي په عربي متحده اماراتو کې له افغان پلاوي سره ونهکتل او ویلي یې دي چې د سعودي عربستان په جوړېدونکې ناسته کې به هم له افغان پلاوي سره ونهویني.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته د ده د سفر پر مهال ژمنه کړې چې طالبان به له افغان حکومت سره د مذاکراتو مېز ته حاضر کړي.
نن سبا د سولې هڅې تر بل هر وخت نه زیاتې شوي او د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پهدې اړه څو ځلې له طالبانو خبرې کړې دي.
بلخوا د سولې د مسایلو پوه صلاحالدین دروېش وايي، له پاکستانه د سولې په برخه کې د مرستې غوښتل پر ځای اقدام دی.
نوموړی زیاتوي:
"سره له دې چې له پاکستان سره ستونزې شته، خو فرهنګ ورسره مشترک دی، د سولې په برخه کې له پاکستانه همکاري غوښتل پر ځای غوښتنه ده. موږ دا حق لرو چې مرسته ترې وغواړو او هغوی هم د ګاونډیتوب او اسلامي اصل له مخې پهدې برخه کې مرسته وکړي."
سربېره پر دې د سیمې په سطحه هم د افغانستان د سولې خبرې تودې شوي او د سیمې له هېوادونو پرته، روسیه، ایران او چین هم ویلي چې د افغانانو په مشرۍ به د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
وبه لیدل شي چې پاکستان ته به د ښاغلي داوودزي په سفر کې د سولې په اړه پر کومو موضوعاتو خبرې وشي؟ خو څه چې د سولې په پروسه کې مهم دي، هغه د پاکستان ژمنه ده چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.
راپور: خان محمد سیند