د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

شي: چین به له خپلې خاورې سره د تایوان د یوځای کولو لپاره هېڅ هڅه ونه‌سپموي


د چین او تایوان نقشه
د چین او تایوان نقشه

د چین ولسمشر شي جین پېنګ ویلي چې په سوله‌ییز ډول به له خپلې خاورې سره د تایوان د بېرته یوځای کولو لپاره هېڅ هڅه ونه‌سپموي.

ولسمشر شي ویلي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره له هرې "ضروري لارې" تګ ته تیار دی.

هغه د جنورۍ په دوهمه ویلي، هېڅ شک نه‌لري چې په نهایت کې به چین او تایوان بیا سره یوځای شي.

هغه په چین او تایوان کې پر خلکو غږ وکړ چې دې هدف ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ په یوه خبري غونډه کې
د چین ولسمشر شي جین پېنګ په یوه خبري غونډه کې

شي وویل:

"د تایوان د خلکو لوی اکثریت، پرته له دې چې د هغوی سیاسي ګوندونو، مذهبي، ټولنیزو یا نورو اختلافونو ته پام وکړو، پوځيان او ملکیان، په هره سیمه کې چې اوسي، باید متوجې شي چې د تایوان خپلواکي به دا سیمه د لوی بحران خوا ته بوزي. خلک باید د تایوان له خپلواکۍ سره مبارزه او په سوله‌ییز ډول د دواړو سیمو د یوځای کېدو ملاتړ وکړي."

خو د تایوان ولسمشرې، تسای اینګ-ون پر چین غږ کړی چې د دوه اړخیزو مسئلو د حل لپاره یوازې له سوله‌ییزو لارو حرکت وکړي.

ولسمشرې تسای وویل، چین باید ومني چې د تایوان په سیاسي او ټولنيزو چارو کې د هغوی مداخله اوس‌مهال، د تایوان تر ټولو ستره ستونزه ده.

چین د تایوان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې خبر ردوي.

د تایوان رسمي نوم، د چین جمهوریت دی.

د تایوان پلازمېنه تایپي بلل کېږي.

په تایوان کې خلک ځان د چین د خلکو جمهوریت برخه نه‌ګڼي.

د تایوان ولسمشرې د نوي کال په شپه په تايپي کې د وینا پر مهال، له چین نه د څلورو مسئلو د منلو غوښتنه وکړه.

د تایوان ولسمشره تسای اینګ-ون د وینا پر مهال
د تایوان ولسمشره تسای اینګ-ون د وینا پر مهال

هغې وویل:

"زه له چین نه غواړم چې د چین د جمهوریت «تایوان» حقیقت او زموږ موجودیت ومني، زموږ ۲۳ میلیونه وګړو د ازادۍ او ډموکراسۍ حق ته درناوی وکړي. هغوی باید له اختلافي مسایلو سره په سوله‌ییز ډول او د مساوي حق پر بنا چلند وکړي، د هغوی سیاسي استازي یا رسمي ادارې باید له موږ سره خبرو ته کېني."

د چین د ملت‌پالو مبارزانو مشر، چیانګ کای شېک په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د کمونېستانو په وړاندې په جنګ کې ناکام شو او تایوان ته ولاړ.

په چین کې د ملت‌پالو او کمونېستانو ترمنځ په کورنۍ جګړه کې ډېر انسانان قرباني شول.

د چین او تایوان ترمنځ د سولې رسمي تړون لا نه‌دی لاسلیک شوی.

د چین حکومت د تایوان خپلواکي په رسميت نه‌پېژني.

XS
SM
MD
LG