د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

ولسي جرګه: د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له خبرو پرته به بې‌ثباتۍ ته لار هواره شي


د ولسي جرګې تالار
د ولسي جرګې تالار

د افغانستان ولسي جرګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اندېښنه ښودلې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له مستقیمو خبرو پرته به بې‌ثباتۍ او معاملو ته لار هواره شي.

ولسي جرګې دغه اندېښنه وروسته له هغې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ښودلې چې طالبانو د سولې دوهم پړاو خبرو په درشل کې د افغان حکومت له استازو سره خبرې رد کړې.

د دغې جرګې غړي صالح محمد سلجوقي چې دغه اعلامیه د چهارشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۲» عمومي غونډې ته لوسته، په یوه برخه کې يې له وسله‌والو طالبانو هم وغوښتل، څو له قید او شرط پرته په مستقله توګه له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني.

ارشیف، د ولسي جرګې غړی صالح محمد سلجوقي د ولسي جرګې په تالار کې
ارشیف، د ولسي جرګې غړی صالح محمد سلجوقي د ولسي جرګې په تالار کې

نوموړي زیاته کړه:

"د وسله‌والو طالبانو استازي باید له کوم قید او شرط پرته په مستقیم او خپلواکه توګه له افغان دولت سره د سولې مذاکراتو ته کېني، دوهم دا چې د افغانستان د راتلونکې پرېکړه افغان حکومت او افغانانو پورې تړاو لري، د افغانستان دولت باید په‌دغو مذاکراتو کې خپل مشروع ځای او حضور ولري او په قاطعیت سره د افغانانو له ارزښتونو او قربانیو دفاع وکړي."

په‌دې اعلامیه کې همدا شان له ټولو هغه هېوادونو څخه چې د افغانستان په مسئله کې دخیل دي هم غوښتنه شوې چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د وسله‌والو طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې دوهم پړاو خبرې په روانې لمریزې جنورۍ میاشت کې د سعودي عربستان په جدې ښار کې ترسره شي.

که څه هم د دغو خبرو دقیقه نېټه نه‌‌ده په ډاګه شوې، خو د کوربه سعودي عربستان تر څنګ به په‌‌کې د امریکا، متحده عربي اماراتو ، پاکستان او طالبانو استازي برخه واخلي.

د دغو خبرو په درشل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قطر ته رسېدلی او پاکستاني رسنیو ویلي چې د افغان سولې د خبرو موضوع د دغه سفر اساسي اهداف دي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو وار بیا په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په سعودي عربستان کې به د افغان حکومت له استازو سره خبرې ونه‌‌کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، د یوه قوي او سنجیده پلان پر اساس له امریکا سره خبرې پر مخ وړي، څو په هېواد کې یې اشغال پای ته ورسېږي.

دوه اوونۍ وړاندې طالبانو د متحده عربي اماراتو د ابوظبي په غونډه کې د افغان حکومت له لېږل شوي پلاوي سره خبرې ونه‌‌کړې.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم د وسله‌والو طالبانو د دغې پرېکړې په غبرګون کې ويلي و چې حکومت باید د سولې د خبرو اترو لپاره جدې غونډې ته پلاوی وانه‌ستوي او د سولې شورا باید په‌دې پروسې له سره کتنه وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیر خان یار چې د چهارشنبې ورځې د غونډې مشري یې کوله له ځوانانو، ګوندونو او ټولو افغانانو وغوښتل چې په یو لاس سولې ته کار وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیر خان یار
د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیر خان یار

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان ټول قشرونه، سیاسي مشران، رهبران او مدني ټولنې ټول باید سره یوځای شي او سولې ته کار وکړي، طالبانو او ګاونډيو هېوادونو ته زموږ پیغام دا دی چې په افغانستان کې بنسټیزې سولې ته کار وکړي."

افغان حکومت تر دې وړاندې ویلي چې د سولې په خبرو کې د ګډون په هدف سعودي عربستان ته پلاوی استوي او افغان ولسمشر د سعودي له پاچا سره په‌دې اړه ټلیفوني خبرې کړي، خو له افغان حکومت سره د وسله‌والو طالبانو د دوهم پړاو خبرو ردولو په اړه افغان حکومت څه نه‌دي ویلي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG