د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

د امریکا سرحدي ساتونکو مکسیکو سره پر کډوالو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی


د راپورونو پر اساس، د امریکا د متحده ایالاتو سرحدي ساتونکو د نوي کال په شپه له مکسیکو سره په سرحد کې پر یو شمېر غیر قانوني کډوالو چې متحده ایالاتو ته‌یې پر پوله د تېرېدو هڅه کوله اوښکې بهوونکي ګاز استعمال کړي دي.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس په حواله، نږدې ۱۵۰ غیر قانوني کډوالو هڅه کړې وه چې د مکسیکو له تيخوانا سیمې د امریکا او مکسیکو پر ګډه پوله پر لګېدلي اغزن سیمې تېر شي او په متحده ایالاتو کې پناه واخلي.

تیخوانا د مکسیکو په شمال لوېدیځ کې د امریکا له کالیفورنیا ایالت سره تړلې سیمه ده.

خو د امریکا د سرحدي او ګمرکي څارنې ادارې پرون په یوه بیان کې دا خبر رد کړ او ویې‌ویل چې اوښکې بهوونکی ګاز له غیر قانوني مهاجرینو لیرې، پر هغو کسانو استعمال شوی چې د سرحدي ساتونکو خوا ته‌یې ډبرې ورویشتې.

خو د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس یوه عکاس ویلي چې د ګاز درې ګلولې یې ولیدې چې د مکسیکو د تیخوانا ښار ته وروویشتل شوې او ساحل ته نږدې ولګېدې.

دې عکاس ویلي چې په هغه سیمه کې غیر قانوني مهاجرین چې ښځې او کوچنیان په‌کې شاملېږي، اغېزمن شوي دي.

ارشیف، له مکسیکو امریکا ته اوښتونکي کډوال
ارشیف، له مکسیکو امریکا ته اوښتونکي کډوال

اسوشیټېډ پرس ویلي چې د دوی خبریالانو د امریکا له لوري د اوښکې بهوونکي ګاز تر حملې وروسته یو شمېر کسان ولیدل چې له پورې غاړې یې د امریکا لور ته ډبرې ورویشتې.

د امریکا د سرحدي او ګمرکي څارنې ادارې ویلي چې ۲۵ غیر قانوني مهاجرین‌یې نیولي او پاتې کسان د مکسیکو خوا ته تښتېدلي دي.

دې ادارې ویلي چې د مسلکي چلند د څارنې برخه‌يې په‌دې اړه څېړنې کوي.

د اسوشیټېډ پرس په حواله، په تیخوانا کې اکثر هغه کسان چې یوه میاشت مخکې له هندوراسه د مهاجرینو په کاروان کې شمالي امریکا ته روان شوي وو، اوسېږي.

دا کاروان د اکټوبر په میاشت کې د جنوبي امریکا له هېواد، هندوراسه د امریکا د متحده ایالاتو پر لور روان شو.

په لنډ وخت کې، تر ۶۰۰۰ زیات کسان متحده ایالاتو ته د مهاجرت په نیت له دې کاروان سره یوځای شول.

له دې ډلې، ډېر کسان متحده ایالاتو ته د تېرېدو او پناه غوښتنې موقع ته انتظار دي.

ځیني کسانو حتی په مکسیکو کې کارونه پیدا کړي او په تیخوانا کې ځای پر ځای شوي دي.

په همدې حال کې، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هڅه کوي چې د کانګرس غړو ته قناعت ورکړي چې له مکسیکو سره پر ګډه پوله د دېوال جوړولو له پلان سره موافقه وکړي او په کلنۍ بودجه کې پیسې ورته ځانګړې کړي.

خو په کانګرس کې ډموکراتان د دې پروژې له تمویل سره مخالفت لري.

د ټرمپ او ډموکراتانو ترمنځ د دې لانجې له امله د امریکا فدرالي حکومت له څو ورځو راهیسې کار بند کړی دی.

XS
SM
MD
LG