د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

د عدالت غوښتنې ډله: ملکیانو لپاره د ۲۰۱۸ کال وروستۍ میاشت خونړۍ وه


د کابل د دوشنبې د ورځې د برید د قربانیانو شمیر زیات شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:11 0:00

د کابل د دوشنبې د ورځې د برید د قربانیانو شمیر زیات شو

د ملکي کسانو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې ډله وايي، د تېر میلادي کال وروستۍ میاشت ملکي کسانو او په تېره لیک لوستو ته یوه خونړۍ میاشت وه.

د تېر میلادي کال په وروستۍ میاشت کې په هېواد کې د ملکي کسانو او په تېره د لیک لوستو ځوانانو تلفاتو، د ملکي کسانو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې ډله سخته اندیښمنه کړې ده.

دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د ملکي کسانو وژنه په هېڅ ډول د منلو نه‌ده او په جنګ کې ښکېل اړخونه باید دغه موضوع په پام کې ونیسي.

بل‌خوا د مشرانو جرګې د بشري حقونو او عدلي قضایي چارو د کمېسیون منشي عزیزه مصلح وايي، د ملکي کسانو وژنې دوی هم متأثره کړي دي.

مېرمن مصلح د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۱» ازادي را‌ډیو ته وویل، د ملکي کسانو او په تېره د لیک لوستو ځوانانو د وژلو مخه دې ونیول شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې لوګو
د افغانستان د مشرانو جرګې لوګو

نوموړې زیاته کړه:

"هغه کسان چې لوړې زده‌کړې یې کړي او پوه او عالمان وو، ډېر تلفات یې لیدلي. دوی ته هېواد اړتیا لرله. زموږ غوښتنه دا ده چې د خلکو د ژوند د ساتلو لپاره باید ډېرې هڅې وشي چې د ځوانانو وژنه مو کمه شي."

د ملکي کسانو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې ډلې په اعلامیه کې ویلي چې د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د ملکي کسانو ۴۰ پېښې یې ثبتې کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې په‌دغو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸۴ کسان وژل شوي او ۹۴ ټپیان دي.

د ملکي کسانو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې ډلې په کابل کې د شهیدانو او معلولینو د چارو پر معنیت حملې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په‌دغه پېښه کې د ښځو په ګډون یو شمېر تعلیم یافته ځوانان او د یاد معینیت مامورین هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغې ډلې د تېر میلادي کال د نوومبر د میاشتې تلفات هم یاد کړي او ویلي یې دي چې په دغه میاشت کې په ټول افغانستان کې ۲۱۳ ملکي کسان وژل شوی او ۲۱۲ ټپیان شوي دي.

دغې ډلې د دولت له وسله والو مخالفینو هم غوښتي چې د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره پر ښارونو له حملو ډډه وکړي او دواړو لوري دې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.

په ورته وخت د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، امنیتي ځواکونه د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره جدي هڅې کوي:

نصرت رحمیی معاون سخنگوی وزارت داخله افغانستان
نصرت رحمیی معاون سخنگوی وزارت داخله افغانستان

نوموړي زیاته کړه:

"د امنیتي بنسټونو مشرتابه، ټولو اړوندو عملیاتي برخو ته چې عملیاتي پلانونه جوړوي او عملي کوي یې جدي سپارښتنه کړې چې د عملیاتو په جریان کې د ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ته سل په سلو کې پام وکړي."

طالبانو هم مخکې له دې ویلي چې د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره هېڅ ډول هڅه نه سپموي.

له دې سره-سره په افغانستان کې د ملکي کسانو تلفات یوه جدي او د اندیښنې وړ موضوع ده او په‌دې برخه کې د دواړو لورو له ژمنو سره بیا هم تلفات کم شوي نه، بلکې زیات شوي دي، حتی په افغانستان کې د بریتانیې سفیر نیکولاس کي له ازادي راډیو سره په تازه مرکه کې په افغانستان کې پر ملکي تلفاتو اندیښنه ښودلې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG