د افغانستان د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د هېواد د ملکي هوايي چلند له خپلواکې ادارې غواړي چې د پروازونو پر مهال مسافرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د افغانستان د هوايي چلند د خپلواکې ادارې د ځینو الوتکو په پروازونو کې ځنډ، د الوتکې تخنیکي ستونزې، د ظرفیتونو کموالی، د پروازونو لپاره د منظم پلان نهشتون او داسې نور موارد هغه ستونزې دي چې د افغانستان د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون یې پر هواري ټینګار کوي.
د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون منشي موسی خان نصرت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۱» له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کام ایر او اریانا هوايي شرکتونو وروستي ستونزو ته په اشارې وویل، د کام ایر هوايي شرکت الوتکه په هرات ولایت او د اریانا هوايي شرکت الوتکه له مسکو نه کابل ته په هوايي پرواز کې له ستونزو سره مخ شوي دي.
ده د هېواد د هوايي چلند پر خپلواکې ادارو ټینګار وکړ چې د الوتکو مسلکي او تخنیکي ستونزو ته تدابیر ونیسي.
ښاغلي نصرت زیاته کړه:
"بله لاره نشته، د هوانوردي د مستقلې ادارې رئیس به را وغواړو، په وار- وار مو دا کار کړی او بیا هم اړ یو چې د پروازونو وروستي ستونزې ورته په ګوته کړو چې شته ستونزې لهمنځه یوسي او په راتلونکې کې مسافر له ستونزو سره مخ نهشي."
دا پهداسې حال کې ده چې راپورونه وايي، پهدې وروستیو کې د هرات په هوايي ډګر کې د کام ایر د هوايي شرکت یوه الوتکه د پرواز پر مهال د اکسیجن له ستونزو سره مخ شوې وه او له مسکوه د کابل په سفر کې د اریانا هوايي شرکت په پرواز کې څه باندې ۸ ساعته ځنډ رامنځته شوی وو.
ځینو کسانو دغه ستونزه د ټولنیزو شبکو او په تېره په فیسبوک کې هم خپره کړې ده.
د هوايي چلند خپلواکې ادارې مخکې له دې ویلي و چې اوس اریانا او کام ایر هوايي شرکتونه په هېواد کې دننه او بهر پروازونه ترسره کوي.
ازادي راډیو هڅه وکړه پهدې اړه د افغانستان د هوايي ملکي چلند د مسوولینو نظر هم ولري، خو مسوولین خبرو کولو ته حاضر نهشول.
د هوايي چلند متحصصین وايي چې د هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې ته پهکار دي چې الوتکې له تخنیکي پلوه مجهزې کړي.
د اریانا هوايي شرکت پخواني رئیس معین خان ازادي راډیو ته وویل:
"نن سبا ټول امکانات شته، مسافر هم شته، ولایتونو ته هم پروازونه کېږي، د دې لپاره یو قوي منجمنت او پانګونه پهکار ده چې کورنیو بهرنیو او د کارګو برخو ته نوې الوتکې واخېستل شي او که دا کار ونهکړي، خدای مه کړه ورو ورو به له سقوط سره مخ شي."
د ولسي جرګې د مواصلاحاتو او مخابراتو کمېسیون وايي د هېواد امنیتي ستونزو ته په کتو، مسافر له ځمکني سفره هوايي سفر غوره ګڼي، د دې له امله حکومت ته پهکار ده هوايي چلند زیاته پاملرنه وکړي.
راپور: خان محمد سیند