پهدې وروستیو څو میاشتو کې په ښکاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو له لوري د افغان سولې لپاره هڅې له بل هر وخت زیاتې شوې دي.
ایران ته د طالب پلاوي له سفره دوه ورځې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ به د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي کابل ته راشي.
د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۱» له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د سفر د اجنډا په اړه زیات جزئیات ورنهکړل، خو ویې ویل، دواړه لوري به د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا او یو شمېر نورو مسایلو په اړه بحث وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"ټاکل شوې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلی عراقچي د شنبې په ورځ کابل ته راشي، له ولسمشر، اجرائیه رئیس او د بهرنیو چارو له وزیر سره به خبرې وکړي، دوی به د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا او نورو بېلابېلو مواردو په اړه بحث وکړي."
له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي و چې ښاغلی عراقچي به د کابل او تهران ترمنځ د همکاریو د سند د کمېټو د بحث د وروستیو کېدو په اړه افغانستان ته ځي.
نوموړي زیاته کړې چې یاد پلاوی به د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو د سند په ۵ کمېټو کار وکړي، خو په دوو کمېټو یې تراوسه کار وروستی شوی نهدی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د دغه هېواد د امنیت شورا سلاکار په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي کابل ته سفر کړی و او د دوشنبې په ورځ ایراني چاروکو په تهران کې له طالب پلاوي سره ملاقات تأیید کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت پهدې اړه ویلي چې د دغه ملاقات هدف «د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو د تعیین موارد» و.
د ایراني چارواکو په خبره چې طالب پلاوي د عراقچي په ریاست له ایرانیو چارواکو سره خبرې کړي او افغان حکومتیې هم په جریان کې کړی دی.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي چې په احتمالي توګه ښاغلي عراقچي به له طالبانو سره د دوی د خبرو راپور کابل ته ورکړی.
د دغه کمېسیون مرستیال داوود کلکاني له افغان سولې سره د ګانډیو هېوادونو همکاریو ته چندانې هیلهمند نهدی.
نوموړي زیاته کړه:
"له بدهمرغه د سیمې هېوادونه د افغانستان له سولې نه زیات په خپلو ګټو ټینګار کوي او د سولې په قضیه کې خپلې ګټې لټوي، په ځانګړي توګه روسیه، ایران او پاکستان، موږ پوره خوشبین نه یو او ډاډه نه یو چې پهدې برخه کې به صادقانه عمل وکړي."
ښاغلی کلکانی ټینګار کوي چې افغان حکومت په ځانګړي توګه ایران دې ته متقاعد کړي چې دوه اړخېزې کړیو ته ژمن او طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته په حاضرولو کې مرسته وکړي.
راپور: رحمت الله افغان