د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

په کابل کې د اس ځغلونې ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې


ارشیف
ارشیف

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د اس ځغلونې ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د خپرونو مسؤل عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل چې په‌دغو سیالیو کې د کابل په ګډون، د لوګر، غزني، لغمان، پروان، نورستان، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو څخه ۲۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.

د ښاغلي پیمان په خبره، په‌دغو سیالیو کې چې درې ورځې یې دوام درلود په‌کې د میدان وردګو ولایت دوو اس ځغلوونکو لومړی او دوهم مقام ترلاسه کړ او د کابل ولایت څخه يو لوبغاړی درېیم مقام ته ورسېد.

د يادونې وړ ده چې د دغو سیالیو د لومړي، دوهم او درېیم مقام ګټوونکي د اس ځغلونې ملي لوبډلې ته غوره شول.

XS
SM
MD
LG