د کرکټ د نړیوالې شورا د وروستۍ درجه بندۍ پر اساس افغانستان مستقیماً په ٢٠ اووریز نړیوال جام کې لوبېږي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې نړیوال جام د ٢٠٢٠ اکټوبر کې په اسټرالیا کې دی چې ١٢ ټيمونه به پهکې برخه ولري.
دا اول ځل دی چې افغانستان مستقیماً د ٢٠ اورونو نړیوال جام سیالیو ته ځي.
سریلانکا او بنګلهدېش به راروان کال له شپږو نورو ټيمونو سره د غوراوي پړاو سیالیو کې لوبېږي چې د سر څلور ټيمونه بهیې بیا نړیوال جام سیالیو ته لار مومي.