د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د سولې شورا هیله لري چې د سولې د خبرو لپاره یو افغان پلاوی سعودي ته ولاړ شي


د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

د افغانستان د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې د افغانستان له لوري به د سولې د خبرو اترو لپاره یو پلاوی سعودي عربستان ته ولاړ شي.

سره له دې چې وسله‌والو طالبانو په سعودي عربستان کې د افغان حکومت له استازو سره له مذاکراتو ډډه کړې، د افغانستان د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې د سولې د خبرو اترو لپاره به افغان پلاوی سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۱» ازادي راډيو ته وویل:

"موږ هیله‌مند یوو چې د افغانستان له‌خوا د سولې د خبرو اترو لپاره یو پلاوی سعودي عربستان ته واستول شي، کومه ژمنه چې شوې ده، هیله‌مند یوو چې عملي بڼه خپله کړي، موږ له هرې هغې هڅې هرکلی کوو چې د سولې په ګټه وي."

د سولې عالي شورا نېښان
د سولې عالي شورا نېښان

ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې دوهم پړاو خبرې د روانې لمریزې جنورۍ میاشت کې د سعودي عربستان په جدې ښار کې ترسره شي.

که څه هم د دغو خبرو دقیقه نېټه نه‌ده په ډاګه شوې، خو د کوربه سعودي تر څنګ به په‌کې د امریکا، متحده عربي اماراتو ، پاکستان او طالبانو استازي برخه واخلي.

د دغو خبرو په درشل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قطر ته رسېدلی او پاکستاني رسنیو ویلي چې د افغان سولې د خبرو موضوع د دغه سفر اساسي اهداف دي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په سعودي عربستان کې به د افغان حکومت له استازو سره خبرې ونه‌کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، د یوه قوي او سنجیده پلان پر اساس له امریکا سره خبرې پر مخ وړي، ترڅو په هېواد کې یې اشغال پای ته ورسېږي.

خو د کوېټې شورا یوه تن غړي د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د جنورۍ په میاشت کې له امریکايي چارواکو سره په عربستان کې خبرې کوي، خو په ډاګه کړې یې نه‌ده چې له افغان حکومت سره به خبرې وکړي که نه؟

دوه اوونۍ وړاندې طالبانو د متحده عربي اماراتو د ابوظبي په غونډه کې د افغان حکومت له لېږل شوي پلاوي سره خبرې ونه‌کړې.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په نقل یو راپور خپور شوی و چې نوموړي کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې افغان چارواکو سره ژمنه کړې وه چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضروي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د وسله‌والو طالبانو د دغې پرېکړې په غبرګون کې وايي چې حکومت باید د سولې د خبرو اترو لپاره پلاوی وانه‌ستوي او د سولې شورا باید په دې پروسې له سره کتنه وکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

ده وویل:

"زموږ غوښتنه به دا وي چې که طالبان د جدې په ناسته کې له افغان پلاوي سره له خبرو ډده کوي، افغاني هیئت باید لاړنه‌شي، د سولې شورا دې په دې له سره کتنه وکړي، تر څو اجماع مخ ته راشي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د جمهوري ریاست نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، سوله په عاجزۍ نه‌راځي او حکومت باید داسې کړنې ترسره کړي، ترڅو وسله‌وال مخالفین، ګاونډي هېوادونه او د هغوی تمویلوونکي سولې ته اړ شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG