د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له افغان وچکالۍ ځپلو سره د مرستې غږ وکړ


ارشیف/ ځينې بې‌ځایه شوې افغان کورنۍ
ارشیف/ ځينې بې‌ځایه شوې افغان کورنۍ

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پر ټولو اسلامي هېوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله له مصیبت‌ځپلو سره مرستې وکړي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله له بې‌ځایه شویو او مصیبت‌ځپلو سره د اسلامي هېوادونو مرسته غواړي چې افغان چارواکي وايي، سږ کال د هېواد د یو شمېر ولایتونو او په تېره د شمالي ولایتونو د ځینو ولسوالیو ګڼې کورنۍ د وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.

ارشیف، ځینې افغان بې‌ځایه شوې کورنۍ
ارشیف، ځینې افغان بې‌ځایه شوې کورنۍ

​د طبیعي پېښو پر وړاندې د اماده‌ګۍ په برخه کې د افغانستان د دولت وزارت وايي، افغان چارواکو ډېر ځله په نړیوالو کنفرانسونو کې د وچکالیو له امله له بې‌ځایه شویو کورنیو سره د مرستو وړاندیزونه کړي او هیله ده چې مرستندویه هېوادونه ورته مثبت ځواب ووايي.

د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې تمه وښوده چې اسلامي هېوادونه او همدارنګه نور سازمانونه د هېواد له مصیبت‌ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ده وویل:

"هیله‌مند یوو چې مرستې یې له دې وروسته هم جریان ولري، په تېره د اسلامي کنفرانس غړي هېوادونه چې تل‌یې په خپلو ناستو کې د افغانستان د وچکالۍ په اړه پام کړی، دا له مرستندویو هېوادونو د افغان حکومت او خلکو غوښتنه ده."

ښاغلي عظیمي وویل، په هېواد کې له مسلسلو ناامنیو او سږ کال د وچکالۍ له امله سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي او سره له دې چې افغان حکومت او ځینو مرستندویو هېوادونو او سازمانونو ورته مرستې رسولي، خو کافي نه‌دي.

ارشیف، د فاریاب ځيني بې‌ځایه شوي اوسېدونکي
ارشیف، د فاریاب ځيني بې‌ځایه شوي اوسېدونکي

د ښاغلي عظیمي په خبره، د دوی د سروې له مخې، سږ کال په هېواد کې د وچکالۍ ځپلو د ستونزو د کمولو لپاره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستو اړتیا اټکل شوې، حال دا چې دغه وزارت ورته یوازې ۱.۵ میلیارده افغانۍ لري.

ښاغلي عظیمي دا هم وویل چې د ژمي له پیلېدو دمخه د هېواد شااوخوا ۲۰ ولایتونو ته خوراکي او غیر خوراکي مواد رسېدلي چې د وېش لړۍ یې اوس هم روانه ده او د حمل تر میاشتې به دوام وکړي.

دی تمه ښيي چې په هېواد کې د ناامنۍ او وچکالۍ له کمېدو سره بې‌ځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو او کروندو ته وګرځي.

په کندز ولایت کې د بې‌ځایه شویو کورنیو استازي عبدالواحد قاري‌زاده ازادي راډیو ته وویل، په شمالي ولایتونو کې د جګړو او وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.

دی زیاتوي:

"دوی اکثره له ولسوالیو مرکز ته کډه کېږي، ډېری خلک په کروندو کې بوخت دي او چې کله وچکالي شي او حاصلات‌یې ونه‌شي، له لويې فاجعې سره مخ کېږي، سربېره پر دې ډېری خلک للمي کر کوي او چې بارانونه نه‌وي، بیا هم له ستونزو سره مخ کېږي."

د ښاغلي قاري‌زاده په خبره، سږ کال د ناامنیو تر څنګ وچکالي بله ستونزه ده چې د شمالي ولایتونو ګڼې کورنۍ ورسره مخ شوې دي.

ده هیله وښوده چې حکومت دې په دې برخه کې بېړني اقدامات وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG