د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

د کورنیو چارو وزارت: د کابل ښار د امنیت لپاره ګزمې او ناڅاپي پلټنې ډېرې شوي


آرشیف، په کابل ښار کې د افغان پولیسو یو انځور
آرشیف، په کابل ښار کې د افغان پولیسو یو انځور

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پلازمېنې کابل د ښه امنیت په خاطر ثابتې بې‌اثره پوستې لیرې او پر ځای يې ګرځنده ګزمې او ناڅاپي پلټنې ډېرې کړې دي.

د کورنیو چارو د وزیر په توګه د امرالله صالح له ټاکل کېدو وروسته ظاهراً په دغه وزارت کې یو پر بل پسې د بنسټیزو تغییراتو د راوستلو ویل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۰» ازادي راډيو ته وویل، د پلازمېنې کابل د رواني او امنیتي وضعیت او د جنایت کوونکو د غافلولو په خاطر دغه وزارت غیر اغېزمنې پوستې ټولوي، خو ګرځنده ګزمې ډېروي.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي
د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي

ده وویل:

"موږ په ۱۱مه حوزه کې دا پلان تطبیق کړی او ښه نتیجه‌يې ورکړې، نو ځکه په ټول کابل کې د تطبیق وړ ده، له دې وروسته به پولیس په یوه ځای کې نه‌وي او د کابل په ټولو سیمو کې به ګزمې لري."

د همدې موضوع اړوند د کورنیو چارو له وزارته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د کابل پولیسو ته د ډزو حق هم ورکړل شوی دی.

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ټول افغان پولیس او د وزارت منسوبین بهرنیو سفارتونو ته له تلو منع کړي وو.

د کورنیو چارو وزارت په نورو لارښوونو کې دا هم ویلي چې د وزارت منسوبین حق نه‌لري چې امنیتي معلومات او له نظامي یونیفورم سره عکسونه په رسنیو کې خپاره کړي.

له دې سره د کورنیو چارو وزارت د غوره مدیریت په هدف، پولیس او د کورنیو چارو وزارت منسوبین له نظامي یونیفورم او وسلې سره د واده په محفلونو، په هوټلونو او په جوماتونو کې د فاتحې له مراسمو او له کورنۍ سره په بازار کې له ګرځېدو منع کړي دي.

د کابل پولیس
د کابل پولیس

وزارت ویلي، له دې امر څخه سرغړونه د نظم ماتونې، د پولیسو پت ته د داغ او د پولیسو یونیفورم ته د بې‌عزتۍ په توګه ګڼل کېږي.

دې نویو لارښوونو او اقداماتو ته په کتو، د کابل د ولایتي شورا رئیس رحیم‌الله مجاهد هیله‌مندي ښيي چې د کورنیو چارو د وزارت دا اقدامات عملي شي.

خو دی وايي، د پوستو له لیرې کولو سره به پولیسو ته د خلکو رسېدنه کمه شي.

ده وویل:

"پخوا به چې یو چېرته څه پېښه یا قضیه کېده، د پولیسو پوسته معلومه وه چې خلک به ورتلل او کولای یې شول چې خپل شکایت ثبت کړي، که پولیس په ګرځنده بڼه وي، خلک به‌يې په سختۍ سره پیدا کړي او که ۱۱۹ شمېرې ته هم زنګ وهي، تر څو چې پولیس راځي، جنایت کوونکو به خپل کار سرته رسولای وي."

بل‌خوا د امنیتي چارو کارپوهان له ډلې يې عتیق‌الله امرخېل وايي چې ګرځنده ګزمې اغېزمنې دي.

د امنیتي چارو افغان کارپوه عتیق الله امرخېل
د امنیتي چارو افغان کارپوه عتیق الله امرخېل

نوموړي زیاته کړه:

"لومړی باید د خلکو په منځ کې کار وشي، تر څو دوی سم راپور ورکړي، له پولیسو سره په هره برخه کې د خلکو همکاري ډېره اړینه ده او اوس مهمه دا ده چې د کورنیو چارو وزارت دا همکاري رامنځته کړي."

دی وايي، د کابل ولایت غیر پلاني دی چې له پنځو ميلیونو ډېر نفوس لري، ځکه نو د ګزمو له ډېرولو سره نورو داسې پلانونو ته هم اړتیا ده چې د خلکو امنیتي ستونزې راکمې کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG