د افغانستان د لیرې پرتو سيمو ځیني اوسېدونکي شکایت کوي چې د عدلي او قضايي ارګانونو لهخوا د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه نهکېږي او نهحلېږي.
د افغانستان د پکتیا او کندز ولایتونو د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې د دوی په سیمو کې عدلي او قضايي ارګانونه خپلې چارې په سمه توګه نه ترسره کوي او حقوقي او قضايي موضوعګانو تهیې سمه رسیدهګي نهکېږي.
د پکتیا ولایت د څمکنیو او د کندز د چهاردرې او ګلتپې ولسوالیو اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د دغو سیمو اوسېدونکي د خپلو حقوقي موضوعګانو د حل لپاره طالبانو او یا قومي جرګو ته مراجعه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې هم یو لړ راپورونه خپاره شوي وو چې د زابل، هرات او غزني په ګډون په ځینو ولایتونو کې، خلک د خپلو قضیو د حل لپاره طالبانو ته ورځي.
ځیني خلک د قضیو د حل لپاره طالبانو ته د مراجعه کولو لامل، په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد شتون او په دغو ارګانونو کې د قاضیانو او څارنوالانو نهموجودیت ګڼي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسشمر محمد اشرف غني د قوس د میاشتې په وروستیو کې د څارنوالانو په ملي کنفرانس کې د څارنوالانو پر حاضرۍ ټینګار وکړ او ویېویل چې په دې هکله دې د سیمهییزو ارګانونو ادارې ته هم خبر ورکړل شي.
د افغانستان ستره محکمه وايي، اوس د ولایتونو په عدلي او قضايي ارګانونو کې پراخ بدلونونه راغلي او چارې یې په جدي توګه څارل کېږي.
د سترې محکمې ویاند امانالله ایمان ازادي راډیو ته وویل:
"د عدلي او قضايي ارګانونو په برخه کې پراخ بدلونونه راغلي چې خدمات ورسره ښه شوي، هر کله که داسې موارد پېښېږي چې خدای مهکړه له چا سره ظلم کېږي او له قانون سره سمه رسیدهګي ورته نهکېږي، دا شان کسان کولای شي چې زموږ ادارو ته چې دې ډول موضوعګانو ته په قوت سره رسیدهګي کوي، مراجعه وکړي او مربوطه اداره دې خبره کړي."
په ورته وخت کې د افغانستان لویه څارنوالي په ولایتونو کې د لویې څارنوالۍ د ادارو د ښهوالي خبره کوي او وايي چې د هېواد د ۳۲ ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې د ښځو په ګډون څارنوالان ګمارل شوي چې دغه کار ښه نتیجه ورکړې ده.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ازادي راډیو ته وویل، په کومو سیمو کې چې امنیت ډاډمن نهدی، خلک یې کولای شي چې د ستونزو د هواري په خاطر نږدې ولسوالیو ته مراجعه وکړي.
د ولسي جرګې د عدلي او قضايي چارو کمېسیون عدالت ته د خلکو لاسرسی د دوی قانوني حق ګڼي او ټینګار کوي چې د چارو د ښه اجراأتو لپاره لازمه ده چې په لیرو پرتو سیمو کې د قاضیانو او څارنوالانو امنیت خوندي شي.
د یاد کمېسیون غړی غلام سرور فایز ټینګار کوي چې ستره محکمه او لویه څارنوالي باید په ولایتونو کې د قاضیانو او څارنوالانو کارونه په کلکه وڅاري چې د خلکو ستونزو ته رسیدهګي وشي.
راپور: خان محمد سیند